توکایف د قزاقستان په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی اعلان شو

0 8

د قزاقستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلو د اعلان پر مهال لنډمهالی ولسمشر قاسم جومارت توکایف د دغو ټاکنو قاطع ګټونکی اعلان کړ.
توکایف چې پخواني دیکتاتور ولسمشر نورسلطان نظربایوف د خپل ځای ناستي په توګه غوره کړی و، د کمېسیون د اعلان له مخې په سلو کې نږدې یواویا رایې یې ګټلي او پخواني ژورنالېست امیرجان قوسانوف په زیات توپیر په سلو کې د ۱۶.۲۳ رایو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړی دی.
په قزاقستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه وشول او د حکومت په ځوابي اقدام کې سلګونه سوله‌ییز اعتراض کوونکي ونیول شول.
د قزاقستان د لوی ښار الماتي په ځینو ناحیو کې د راپورونو له مخې پولیسو یو شمېر اعتراض کوونکي له هغه وروسته ونیول چې د ټاکنو د پایلو پرضد د اعتراض لپاره راټول شول

Comments
Loading...