ترمپ د خپلو لوړپوړو چاروکو سره پر افغانستان غږیږي

0 274

 ډانلډ ټرمپ نن له طالبانو سره د سولې د احتمالي موافقې په اړه له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره سلامشوره کوي.

یو امریکايي چارواکي سي این این تلویزیون ته وویل چې ټرمپ به له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره د بیډمینسټر ګلف میدان په تفریح ځای کې وویني.

دغه راز به د دفاع وزیر مارک ایسپر او لوی درستیز جوزیف ډانفورډ هم په غونډه کې ګډون ولري.

له بلې خوا یوې سرچینې سي این این ته وویل چې د سولې هغه پلان به نهايي شي چې زلمي خلیلزاد په تېرو څو میاشتو کې له طالبانو سره پرې خبرې کړي دي.

د دې پلان پر اساس له افغانستان څخه یو شمیرامریکایی پوځیان ووځي.

د سرچینو په وینا امریکايي مشران به همداراز د طالبانو پر ژمنو هم غور وکړي.

دوی وايي چې زلمی خلیلزاد به ښايي ژر دوحې ته لاړ شي چې له طالبانو سره نهايي موافقه په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک کړي. ده په سپینه ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت کې له چارواکو سره د موافقې پر مسودې مفصلې خبرې کړي دي.

Comments
Loading...