بېساري ورښت، د ماهیپر برېښنا بند درې سره توربینونه په کار واچول

0 70

کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زیاتې واورې او بارانونو ورېدو، د ۵۵ مېګا واټه په تولید د ماهیپر برېښنا فابریکې درې سره توربینونه هممهاله فعاله کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د ماهیپر برېښنا فابریکې همدا اوس درې سره توربینونه فعاله دي او هر ساعت کې ۵۵ مېګا واټه برېښنا تولیدوي.

د برېښنا شرکت د مالوماتو پر اساس، د ماهيپر برېښنا فابریکې د درې واړه توربینونو په فعالېدو سره، کابل کې د برق پرچاوي هم کمه شوې.

Comments
Loading...