بلوچستان کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

0 8

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي. چارواکي وایي دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي عبدالرزاق چیمه ویلي، بم په یو موټرسایکل پورې تړل شوی و او د ریموټ کنټرول په واسطه د پولیسو موټر ته څېرمه چاودنه ورکړل شوې ده. د پاکستاني طالبانو ویاند د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. په تېرو دوو ورځو کې په پاکستان کې دا دویم خونړی برید دی چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي.

Comments
Loading...