بغلانی ولس وایي، دغه ولایت کې دې د رایو بیا شمېرنه پیل شي

0 72

د بغلان ولایت لسګونه اوسېدونکو د یو لاریون پر مهال غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې دې د ټاکنو کمېسیون تړلی دفتر خلاص او بیا شمېرنې ته دې اجازه ورکړل شي.

لاریون کوونکو خبرداری ورکړی، که د بغلان د ټاکنو سیمه ییز دفتر دروازه خلاصه نه شي، دوی به په  نورو لارو غور وکړي.

هغوی ویلي، یو څو محدوده مغرضې کړۍ غواړي بغلان کې د رایو بیا شمېرنې مخنیوی وشي.

شاخوا درې اوونۍ کېږي چې د ثبات او همپالنې ټیم غړیو بغلان کې د ټاکنو کمېسیون دروازه تړلې او ټینګار کوي چې د رایو بیا شمېرنه باید ترسره نه شي.

Comments
Loading...