ایران: نور اټومي تړون ته ژمن نه پاتې کېږو

0 6

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس عراقچي وایي، تهران لا هم غواړي چې تړون وژغوري خو اروپایي هېوادونه یې تورن کړل چې په خپلو ژمنو ونه درېدل. ایران له اټومي تړونه د امریکا د وتلو په کال پوره کېدو سره د تړون پاتې غړو چین، فرانسې، جرمني، روسیې او برتانیا ته ۶۰ ورځې وخت ور کړی و چې د امریکا له بندیزونو یې وژغوري. عراقچي خبریالانو ته وویل، تهران به څو راتلونکو ساعتونو کې له سره یورانیم بډایه کول پیل کړي، چې بوشهر اټومي بټۍ ته سونتوکي برابر کړي. عراقچي وایي، تهران به هر ۶۰ ورځې وروسته د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته ژمنتیا کمه کړي، خو زیاته یې کړه چې د بندیزونو د له منځه وړلو لپاره یې د ډيپلوماسۍ ور پرانیستی دی.

Comments
Loading...