ایران: سعودي د نړیوال تروریزم پلار دی

0 36

د ایران او عربستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته په دې وروستیو کې یو ځل بیا توندې خبرې تبادله کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې سعودي د تروریزم پلار دی او نړۍ کې روانه ترهګري ټوله دوی مخته وړي. بهرام قاسمي د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر عادل الجبیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، سعودي هغه هېواد دی چې ټولې نړۍ ته تروریزم صادروي نو د داسې یو هېواد لخوا د نورو تورنول ډېر بې ځایه او بې مانا کار دی. دا په داسې حال کې ده چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر پرون په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ایران د وسله والو په ځانګړې توګه د القاعده ډلې په ملاتړ او د نورو هېوادونو په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ.

Comments
Loading...