اڅکزی: پاکستان په یو خطرناک وضعیت کې دی

0 68

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، پاکستان له خطرناک وضعیت سره لاس او ګرېوان دی.

اڅکزي ویلي، تر هغه چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنو ډډه ونه کړي، دغه هېواد کې به د سولې تامینول یوازې خوب وي.

نوموړي څرګنده کړې، چې تر مرګه به د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې پاکستان تر فشار لاندې راولي څو دغه هېواد کې د پښتنو له ځورولو لاس واخلي.

اڅکزي دا هم ویلي چې پاکستانی حکومت دې دوی ته په ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه د ز ده کړو زمینه مساعده کړي.

Comments
Loading...