امنیت شورا: هېڅ کوم هېواد ته مو د خبرو لپاره پلاوی نه دی استولی

0 42

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر هغه آوازې رد کړې چې ګواکې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره بهر ته پلاوی لېږلی دی.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند کبیر حقمل رسنیو ته په استول شوې کلېپ کې ویلي، د سولې او مذاکراتو په اړه د افغان حکومت دریځ روښانه دی.

د هغه په وینا، هر کله چې د سولې مذاکراتو کې کوم پرمختګ کېږي، دوی به ولس سره جزییات شریک کړي.

تېره ورځ ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې ګواکې د ملي امنیت شورا یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره، د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.

Comments
Loading...