امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د ظاهر قدیر ساتونکي بې وسلې کړي

0 95

افغان ځواکونو نن د ثبات او همپالنې ټیم د غړي ظاهر قدیر ساتونکي بې وسلې کړي دي.

یو شمېر سرچینو ویلي، د ظاهر قدیر ساتونکي وروسته له هغه دامنیتي ځواکونو لخوا بې وسلې شول چې د ډاکټر عبدالله  عبدالله د کمپاینې غونډې جریان کې يې د ملي  اردو یو ساتونکي ته یې سپکاوی وکړ.

نیول شوي کسان بندیان دي او وسلې ترې ظبط شوي دي.

Comments
Loading...