امریکا: په افغان ټاکنو کې د درغلۍ لپاره ځای نه‌شته

0 37

په کابل کې د امریکا سفارت له لوري په خپرو شویو مالوماتو کې ویل شوي چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو لپاره هېڅ ځای نه‌شته.
د دغه سفارت پر ټویټرپاڼې لیکل شوي، د دوی کارکوونکیو د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتو له مرکزه لیدنه کړې او د یاد مرکز د کارکوونکیو د نه ستړي کېدونکیو هڅو ستاینه یې کړې ده.
سرچینه زیاتوي، افغان رایې ورکوونکي باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې یوازې قانوني رایې په شفافیت او بې‌طرفۍ سره شمېرل کېږي.
په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ویلي، په کابل کې د امریکا سفارت مرستیالې کرین دیکر د ټاکنو د ترسره کېدو او پایلو د جمع‌بندۍ په اړه د کمېسیون له مشرې او نورو غړیو سره کتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې ولسمشري ټاکنو ته یو شمېر نوماندانو اعتراض کړی و چې په ټاکنو کې ځینو نوماندانو درغلۍ کړې دي.
ولسمشریزې ټاکنې د روانې تلې میاشتې په شپږمه نېټه وشوې او د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له‌مخې ټول ټاکنیز توکي له ولایتونو کابل ته استول شوي او په خبره یې، دا مهال په سېسټم کې د ټولو موادو د ځای پر ځای کولو چارې روانې دي.

Comments
Loading...