امریکا له طالبانو غوښتي چې ایران سره اړیکې پرې کړي

0 74

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د دوحې مذاکراتو کې امریکا طالبانو ته تازه شرطونه وړاندې کړي او غوښتنه یې ترې کړې هر څومره ژر چې کېږي ایران سره دې اړیکې پرې کړي.

حکمتیار نن کابل کې یوې غونډې ته ویلي، د سولې مذاکراتو کې طالبانو ته د امریکا بل شرط دا دی چې افغانستان کې دې د دوی د سرتېرو له پاتې کېدو سره توافق وکړي.

طالبانو او امریکا تر اوسه د حکمتیار ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا، د طالبانو ډلې ویاند سهیل شاهین ویلي، له امریکا سره يې د سولې خبرې وروستۍ کړي او یوازې توافق پاتې دی.

Comments
Loading...