امریکا: د سولې په اړه له افغان حکومت سره هم نظره یوو

0 38

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسون ویلي، د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کموالي په اړه له افغان حکومت سره هم نظره دی.

هغه ویلي، مونږ هم د افغان حکومت په څېر د اوربند غوښتونکي یوو، داسې اوربند چې ټول افغانان يې په خپلو سترګو وویني او شاهدان يې و اوسي، ځکه د اوربند تامین سولې ته د طالبانو د ژمنتیا ښکارندوي کوي.

د هغه په وینا، مونږ افغانستان کې په ولسواکۍ پانګونه کړې ده او ساتنې ته یې ځان ژمن ګڼو.

وېلسون وايي، مونږ له ټاکنیزو کمېسیونونو سره کار کوو، چې د ټاکنو پروسه شفافه وي، داسې شفافه چې ټولو ته د منلو وړ وي.

نوموړي څرګنده کړې، چې مونږ ته سوله او ټاکنې دواړه لومړیتوب لري.

Comments
Loading...