امریکا: حکومت او مخالف وسلوالو دواړو افغان ملکي وګړي وژلي

0 21

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تېر میلادي کال هم حکومتي ځواکونو او هم طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ملکیانو بریدونه کړي دي او هدفي وژنې یې کړې دي. په دې راپور کې د یوناما راپور ته هم اشاره شوې ده چې ویلي یې وو، ۶۵ په سلو کې ملکیان د حکومت مخالف وسله والو له لوري د تېر کال په لومړیو نهو میاشتو کې وژل شوي دي. په راپور کې راغلي چې طالبانو او داعش بیا د ماشومانو په وسیله ځانمرګي بریدونه کړي، کم عمره کسان یې خپلو لیکو ته جذب کړي، همداراز د حکومت مخالفو وسله والو خلکو ته ګواښونه کړي، غلاوې یې کړي، خلک یې اختطاف کړي، پر حکومتي مامورینو یې حملې کړې او پر بهرنیانو او روغتیايي کار کوونکو یې بریدونه کړي. په دې کلني راپور کې د بشري حقونو په برخه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو له محاکمې پرته خلک وژلي، خلک یې قصداً په خپلو ادارو او توقیف ځایونو کې پټ ساتلي. په قضایي برخه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د قاضیانو شمېر کم دی چې له دې امله په ډېرو مواردو کې خلک دودیزې قضا ته مخه کوي. په راپور کې د طالبانو، داعش او نورو وسله والو له لوري شکنجو ته هم اشاره شوې چې د خلکو سرونه یې غوڅ کړي او سنګسار کړي یې دي.

Comments
Loading...