امریکا، پاکستان له ترهګرو سره په دوه ګوني چلند تورن کړ

0 43

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د ټرورېسټي ‌ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو او حقاني د فعالیت مخنیوي او یا هم ځپلو لپاره هېڅ راق اقدام نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې لیکلي، پاکستان له ترهګرو سره دوه ګونی چلند کوي.

د دې راپور پر اساس، پاکستان له یو لوري د افغانستان د سولې پروسې سره د مرستې غږ پورته کوي، له بل لوري خپله خاوره کې د ترهګرو ځپلو لپاره هېڅ راز اقدام نه کوي.

تر دې وړاندې افغان حکومت هم  ویلي و چې پاکستان خپله خاوره کې ترهګر نه ځپي.

تازه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، طالبان د پاکستان له ملاتړ پرتله، یوه اوونۍ جنګ هم نه شي کولای.

Comments
Loading...