افغان ځواکونو نوې کشفي او جنګي الوتکې ترلاسه کړې دي

0 309

د افغانستان هوايي ځواک وایي چې متحده ایالاتو دوی ته درېAC-208 جنګي او کشفي الوتکې ورکړې دي. د سرچینې په خبره دغه الوتکې په رهبري کېدونکو او ساده توغندیو سمبال دي چې کولی شي، ساکن او متحرک هدفونه په نښه کړي. ملي دفاع وزارت وايي چې په دې سره به د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شي او دوی به وکړي شي چې خپل اهداف په دقیقه توګه په نښه کړي. ملي دفاع وزارت وايي چې الوتکې د کشفي کامرو په نوي سیستم سمبالې دي او کولی شي په پېچلو حالاتو کې خپل اهداف تعقیب کړي. امریکايي پوځیانو هم ویلي چې په دې سره به د افغان پوځ وړتیا نوره هم لوړه کړل شي.

Comments
Loading...