افغان حکومت د سولې لپاره ۱۵ کسیزه پلاوی وټاکه

0 14

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، له هر اړخیزو سلا مشورو وروسته یې له طالبانو سره د سولې لپاره ۱۵ کسیز مذاکره کوونکی پلاوی ټاکلی دی.
له یاد وزارت څخه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، افغان حکومت له امریکا سره د پروسې د راتلونکیو پړاوونو په اړه هوکړه لري.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د ټاکل شوي پلاوي نومونه نه‌دي په ډاګه کړي، خو زیاته کړې یې ده چې د پلاوي په ټاکلو کې پوره هڅه شوې چې سیاسي، ټولنیز او قومي بېلابېل والی په پام کې ونیول شي.
که څه هم وسله‌والو طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره په رسمي ډول خبرې رد کړي، خو د حکومت ځینو چارواکیو په شخصي ډول په دوحه او مسکو کې له طالب استازیو سره په خبرو کې ګډون کړی دی.
افغان حکومت داسې مهال دا پلاوی ټاکي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د افغان سولې اتم پړاوو خبرو لپاره قطر ته روان شوی.
هغه ویلي له افغان حکومت سره یې د پروسې د راتلونکو پړاوونو په اړه هوکړه کړې او تمه یې څرګنده کړې چې طالبان هم په دې پړاو خبرو کې هغه تړون پای ته ورسوي چې کار پرې روان و.

Comments
Loading...