افغان حکومت، نن ۱۰۰ نور طالب بندیان هم خوشې کوي

0 70

د افغانستان  ملي امنیت شورا ویلي، ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه به له باګرام بند خونې ۱۰۰ نور طالب بندیان هم خوشې کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، دا طالب بندیان د هغوی د بند مودې، عمر او روغتیايي وضعیت ته په کتلو د جمهور رییس د فرمان پر اساس خوشې کېږي.

تېره ورځ هم افغان حکومت سولې پروسې لپاره د ښه نیت په خاطر، د طالبانو لومړۍ جوپه بندیان چې ۱۰۰ تنه کېږي، خوشې کړل.

د افغان حکومت دغه ګام له هرکلي سره مخ شوی دی او پر طالبانو غږ شوی چې سولې لپاره نرمښت ښکاره او تاوتریخوالی راکم کړي.

Comments
Loading...