افغاني زعفران ۱۷ هېوادونو ته صادر شوي

0 16

سږ کال ۱۶ ټنه زعفران چې د ټولو تولیداتو نږدې نوې سلنه کېږي د نړۍ ۱۷ هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رسمتي وايي، “له تېرو کلونو سره پر پرتله سږ کال د زعفرانو تولید ښه و او شاوخوا ۱۶ ټنه زعفران چې د ټولو تولیداتو نږدې نوې سلنه کېږي د نړۍ ۱۷هېوادونو ته صادر شوي دي.”

همدار راز د صنعت او کانونو خونې مشر رحیم الله سمندر وايي، “هېواد ته د زعفرانو پر وارداتو بندیز لګېدلی، خو په دې ورستیو کې داسې اندیښنې شته چې په ناقانوني ډول ایراني زعفران د افغانستان په امکاناتو بهرنیو هېوادونو ته صادریږي چې د افغاني زعفرانو باور او نړیوال حیثیت ته لوی ګواښ دی.”

ښاغلي سمندر زیاته کړې، له ایرانه افغانستان ته د زعفرانو  کچه کمه بلل کېږي، خو وېره داده که یې مخه ونه نیول شي، پر افغاني زعفرانو به خراب اغېز ولري.

Comments
Loading...