افغانستان کې ترافیکي پېښو په روان کال کې شل زره کسان وژلي دي

0 49

نن یکشنبه د نومبر میاشتې ۱۷ مه نېټه ده چې د ترافیکو پېښو د قربانیانو د یاد نړېوالې ورځې سره برابره ده، د همدې ورځې په مناسبت ملګري ملتونه وايي، چې په ټوله نړۍ کې ترافیکي پېښې ډیرې شوې دي، او د سړکونو د خوندي کولو په پار یې د نړیوالو د بېړني ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزرات بي بي سي پښتو ته ویلي، چې روان کال کې په ټول افغانستان کې تر شل زرو کسان ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا تېرو لس کلونو کې په اوسط ډول د کال ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي، د عامې روغتیا وزارت  مسؤلینو وايي، چې افغانستان کې په روان کال کې تر څلور زرو ډېرې ترافیکي پېښې شوي، چې شل زره کسان پکې وژل شوي او تر ۱۹ زره ډېر ژوبل شوي دي. همدا څو ورځې مخکې بغلان ولایت کې یوې ترافیکي پېښې ۱۷ افغانان ووژل  او یو شمېر نور ټپیان شول، بله ترافیکي پېښه چې تیره اونۍ د ایران هېواد په زاهدان ښار کې رامنځته شوه تر شلو ډیر افغانان پکې ووژل شول.

Comments
Loading...