افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو دویمه جوپه هم چابهار ته راورسېده

0 40

بهرنیو چارو وزارت وایي، د هند لخوا افغانستان سره د ۷۵ زره ټُنه مرسته شویو غنمو دویمه جوپه هم چابهار بندر ته رسېدلې او له هغه ځایه یې افغانستان ته حرکت کړی دی.

له بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه جوپه ټولټال ‍۱۰ ټُنه غنم دي چې ۴۳۵ کانټینره کېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه غنم به هرات، کندهار، کابل بغلان او بلخ ته انتقال شي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې ده چې د هند لخوا د مرسته شویو غنمو ټوله برخه نږدې راتلونکي کې افغانستان ته انتقال شي.

Comments
Loading...