افراسیاب خټک: طالبان د افغان هویت محوه کولو لپاره رامنځته شوي

0 220

د کوزې پښتونخوا سیاستوال او لیکوال افراسیاب خټک په اسلام اباد کې د سیمې د امنیت د تحلیل په یوې غونډه کې د پاکستان له لوري په افغانستان کې د نیابتي جګړې او پروژه یي جنګونو د تشریح په جریان کې د مجاهدینو او طالبانو ورته والی بیان کړ.

خټک په دې غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د مجاهدینو او طالبانو فرق څه دی وویل، دواړه ډلې هیڅ توپیر نه لري او مجاهدین او طالبان د پاکستان د استخباراتي سازمان پروژې دي: ((مجاهدینو د پاکستان لپاره خپله دنده په ښه توګه ترسره کړه، د افغانستان اردو یې له منځه یوړه او افغانستان یې خراب کړ. طالبانو د پاکستان د استخباراتو لپاره د دې پروژې دویمه برخه یعنې د افغاني هویت له منځه وړو کې خپله برخه په ښه توګه ترسره کړه.))

افراسیاب خټک چې تل په افغانستان کې د پاکستان په نیابتي جګړې او له طالبانو د پاکستاني استخباراتو په ملاتړ توندې نیوکې کوي، د پاکستان له لوري په افغانستان کې د طالبانو په وسیله د افغان هویت د محوه کولو بېلګې دغسې تشریح کوي: ((د اسلام اباد او تهران راډیوګانې تر اوسه هم پخپلو نومونو دي، ځکه دا د هغوی د هویت موضوع ده، خو د کابل له تصرف سره سم طالبانو د کابل راډیو نوم په شریعت غږ راډیو بدل کړ، د بودا مجسمه یې ونړوله، د افغانستان تاریخي اثار یې لوټ او ویجاړ کړل، د افغانستان ملي بیرغ یې بدل کړ، مېرمنې یې ورټلې او افراطي بندیزونه یې پرې ولګول، ۵ زره کلن تاریخي نوروز جنش یې منع اعلان کړ، باغونه او مېوه لرونکې ونې یې وسوځولې. دا ټول د افغان هویت د له منځه وړو پروژه وه.))

د افراسیاب خټک په وینا، دا ټول هغه کارونه وو چې افغان هویت پرې مشخص کېده، خو طالبانو د پاکستاني استخباراتو په لارښوونه د هغو د محوه کولو هڅې وکړې او په ځینو برخو کې بریالي هم شول.

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې هم ګڼو پاکستاني سیاستوالو او چارواکو په ښکاره په افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره د طالبانو د کارولو رازونه افشا کړي او اوس له امریکا سره د طالبانو د روغې جوړولو عمده ټکی هم په پاکستان کې د طالبانو د خوندي پټنځایونو پر سرنوشت بحث دی.

Comments
Loading...