ارګ: طالبان دې پلمې نه کوي خپل پلاوی دې معرفي کړي

0 35

د افغانستان حکومت وایی طالبان دې د سولې په برخه کې پلمې نکوي.

د ولسمشر د عامه او ستراتيژیکو اړکو سلاکار وحید عمر نن وویل چې د سولې مرکچې پلاوی له ډېر غور او مشورو وروسته ټاکل شوی او د افغانستان د ټولو خلکو او قشرونو استازیتوب کوي.

عمر وویل دا یو قوي پلاوی دی او د افغانستان حکومت، عالمانو، ښځو ، مدني ټولنې استازي په کې شته.

وحید عمر وویل چې طالبان دې پلمې نکوي او د افغانستان حکومت هم هیڅکله نه دي ویلي چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې دې څوک او څه ډول پلاوی د طالبانو استازیتوب وکړي.

 عمر وویل  د افغانستان دولت له خوا مرکچي پلاوی ټاکل شوی چې هرکله طالبان خپل بلاصلاحیته پلاوی وټاکي خبرې به هم پیل شي.

طالبانو د افغان دولت د مرکچې پلاوي په اړه تېره ورځ ویلي و چې دا پلاوی د ټولو اړخونو د خوښې وړ نه دی.

Comments
Loading...