ارګ: د اجراییه ریاست په نوم کوم جوړښت اوس نه لرو

0 122

ارګ وایي، له دې وروسته نور د اجراییه ریاست په نوم هېڅ کوم جوړښت شتون نه لري او هر حکم، فرمان او مکتوب چې ترې صادرېږي، غیر قانوني دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د ممنوع الخروجۍ صلاحیت یوازې لویه څارنوالي لري بس.

هغه زیاته کړې، د محمد اشرف غني د ټاکنو تګلاره همدا وه چې د ملي یووالي حکومت جوړښت به دوام نه‌کوي، خلکو هم په همدې هدف ښاغلي غني ته رایه ورکړه، پرون رسماً د ټاکنو بهیر پای ته ورسېد، منتخب ولسمشر وټاکل شو، طبعاً چې نور به اجرائيه ریاست موجود نه‌وي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله تېره ورځ ټاکنو کې له ماتې وروسته موازي حکومت اعلان کړ.

عبدالله عبدالله نن کورنیو چارو وزارت ته یو مکتوب استولی و او ترې غوښتنه یې کړې وه، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخروج کړي، هغه مکتوب چې کورنیو چارو وزارت بېرته رد کړ.

Comments
Loading...