اروپایي ټولنه: د افغانستان حکومت په حقه دی، د تاوتریخوالي کمول مشخص تعریف نه لري

0 76

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر وايي امریکا او طالبان د تاوتریخوالي د کمولوپه اړه مشخص او یوشان تعریف نه لري.

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت غوښتنه په حق ګڼلې او وايي  اوربند مشخص تعریف لري، خو د تاوتریخوالي کمول څرگند تعریف نه لري.

مایدون وايي د سولې په اړه ټول جزییات باید د افغانستان د خلکو سره شریک کړای شي او پدغو مذاکراتو کې د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

دغه اروپایي دیپلومات زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې د موافقې وروسته حکومت باید د بشري حقونو، د ښځو حقونو او دموکراسۍ اصولو او ارزښتونو ته درناوی وکړي؛ له دې پرته د اروپایي ټولنې د همکارۍ د دوام امکان نشته.

Comments
Loading...