اروپایي ټولنه: اوربند د مخامخ مذاکراتو پیل لپاره اغېزناک اقدام دی

0 30

اروپایي ټولنې د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي ویلي، اوربند نه یوازې د تاوتریخوالي د کموالي لامل کېږي، بلکې د مخامخ مذکراتو د پیل لپاره هم اغېزناک ثابتېږي.

د دوی په وینا، دواړه لوري باید له دې تاریخي فرصت څخه بېسارې او معنی داره استفاده وکړي.

طالبانو پرون د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان کړ، چې حکومت یې هم هرکلی وکړ او ولسمشر غني د سام په غونډه کې وویل، چې د طالبانو پاتې بندیان هم خوشې کېږي.

د مخامخ مذاکراتو پیل پر وړاندې د پاتې شاوخوا ۵۰۰ بندیانو خوشې کول لویه ستونزه بلل کېږي، چې ښکاري تفاهم رامنځته شوی او دغه ستونزه هم حل شوې ده.

Comments
Loading...