آرین یون: له قانون ماتوونکو وکیلانو ننګه د ټول پارلمان حیثیت ته ضربه وهي

0 74

د ولسي جرګې غړې آرین یون نن د جرګې په عمومي غونډه کې ویلي، هغه وکیلان چې قانون تر پښو لاندې کوي او ځان له هر چا پورته ګڼي، دفاع کول ترې د ولسي جرګې حیثیت ته زیان رسوي.

هغې ټینګار کړی دی چې ټول باید قانون ته غاړه کېږدي.

آرین یون ویلي، ټول وکیلان دې په ولسي جرګه کې د حاکمې مافیا پر ضد جدي اقدام وکړي.

د هغې په خبره، د ولسي جرګې نوي اداري پلاوي دغه جرګه کې مسلکي کسان له دندو ګوښه کړي دي او پر ځا یې غیر مسلکي کسان راوستي دي.

Comments
Loading...