ماشومانو ته د کیسو ویلو ګټې

رمزیه ظاهري

0 43

ماشومان د کتاب د لوست ډېر لېوال نه دي. د هغوی ذهنونه یوازې د ساتېرۍ په لټه کې دي. په ورته وخت کې مشران مسوول دي چې دوی ته یو څه ور زده کړي. د ماشومانو ذهنونه سپین کاغذونه دي، باید له بنسټه په مثبتو کلمو او جملو ډک شي. دوی باید آداب، دودونه، نزاکتونه او ارزښتونه وپېژني. د دې موخې لپاره ښايي ډېرې لارې وي؛ خو ښايي دا ټولې موخې پوره نه‌شي کړای. د یوې مسلمانې ټولنې ماشوم به له کارتون څخه نزاکتونه او آداب زده کړي، خو خپل ارزښتونه او دودونه به څرنګه ترې زده کوي؟

کیسې د دغو موخو د ترلاسه کولو یوه ډېره غوره لاره ده. ماشوم د خپلې ټولنې له دودونو او ارزښتونو سره سمه کیسه اوري؛ هغه کیسه یې په ذهن کې پاتې کېږي؛ خپل دودونه او ارزښتونه پکې لیدلای شي او ټولنیز ژوند ته چمتو کېدای شي. یوازې دودونه او ارزښتونه نه، بلکې کیسې د ماشومانو لپاره لسګونه نورې ګټې هم لري. دلته به ماشوم ته د کیسو ویلو پر څو ګټو بحث وکړو.

۱. کیسې مو ماشومانو ته اخلاق ور زده کوي

کیسې اورېدل د ټولو ماشومانو خوښېږي. دوی غواړي د هغو کسانو په اړه ډېر پوه شي چې د دوی خوښېږي او هڅه کوي د هغوی غوندې ځانونه جوړ کړي. که تاسو مو ماشومانو ته داسې کیسې وکړئ چې په هغو کې انساني او اخلاقي مفاهیم وي، ان له ماشومتوبه یې په زړه کې مثبتې انساني ځانګړې لکه زوړرتیا، رښتینولي او هوښیاري اېښودای شئ.

۲. کیسې مو ماشومان پر فرهنګي ارزښتونو او عقیدتي ریښو خبروي

که تاسو مو ماشومانو ته د خپل ماشومتوب خاطرې، ساتېرۍ او هغه کیسې ووایئ چې په ماشومتوب کې مو کولې، دوی به مو د کورنۍ له فرهنګ او آدابو سره بلد شي. په ټولنه کې د اوسېدو په اړه به یې ذهن پرانیستل شي او پر فرهنګي او عقیدتي ارزښتونو به یې ذهن خلاص شي. مثلاً خپلو ماشومانو ته د دوی په ژبه د احمدشاه بابا د زړورتیا او ننګ کیسې وکړئ چې د خپل هېواد او قوم د تاریخي مقام په اړه یې ذهن پرانیستل شي؛ یا هم بېخي بېل کرکټرونه وکاروئ خو مفاهیم داسې جوړ کړئ چې د خپل فرهنګ او باورونو په اړه د دوی ذهنونو ته ډېر څه ولېږدوي.

۳. کیسې مو د ماشومانو د خبرو مهارتونه ډېروي

کله چې خپلو ماشومانو ته کیسې کوئ، دوی د خبرو کولو مهارتونه زده کوي؛ نوې کلمې او نوي عبارتونه زده کوي؛ د کلمو د تفلظ ډول یې زده کېږي او په خبرو کې د تسلسل ساتلو چلونه زده کوي. موږ خپل ماشومان وینو چې کله کومه کیسه راته کوي، بند بند پکې کېږي او د خبرو تسلسل نه‌شي ساتلای. که تاسو په منظم ډول ډېرې کیسې ورته وکړئ، د خبرو کولو دغه مهارت یې زده کېږي. ماشومان د کیسې اورېدو پر مهال ستاسو خبرو ته ډېر ځير وي، هره کلمه او هر توری مو د دوی په ذهنونو کې پاتې کېږي.

۴. کیسې مو د ماشومانو د اورېدو مهارت پیاوړی کوي

د ماشومانو د تمرکز ځواک ډېر کم دی. ښايي د یوې موضوع په اړه تر دېرشو ثانیو هم فکر ونه‌شي کړای. همدارنګه هغوی د اورېدو پر تله ډېرې خبرې کول خوښوي. که تاسو کیسې ورته ووایئ نو نه یوازې د دوی دقت او تمرکز ډېرېږي، بلکې د اورېدو او خبرو درک کولو په برخه کې هم ډېر مهارتونه زده کوي.

۵. کیسې مو د ماشومانو د تخیل، تصویرونو جوړولو او خلاقیت ځواک ډېروي

د کیسې په اورېدو کې ماشوم د کیسې کرکټرونه، تصویرونه، ځای او ټولیزه طرحه په ډېر ښه ډول په ذهن کې ثبتولای شي. که کارتون وګوري خو یوازې تر سترګو یې تېرېږي، په کیسه کې یوازې خبرې اوري او د تصور کولو او فکر کولو لپاره خپله فعالیت کوي. په دې سره یې د فکر کولو او خلاقیت ځواک ډېرېږي او ذهن یې د پېښو د مجسمولو لپاره چمتو کېږي. په راتلونکي کې به ډېرې شمېرلې او اغېزناکې خبرې وکړای شي. هره خبره به په داسې کلمو کې کوي چې د مخاطب ذهن ته هر څه مجسم کړي او خپل مطلب په ډېره اسانۍ ور ورسوي.

۶. کیسې مو د ماشومانو حافظه پیاوړې کوي

کله چې ماشومانو ته کیسې کوئ، تر څو ورځو وروسته یې د هغې کیسې په اړه وپوښتئ. یا د کیسې یوه برخه ورته ووایئ او دوام یې ترې وغواړئ. په دې ډول یې حافظه د معلوماتو د ساتلو او دقت لپاره ډېره فعالېږي. همدارنګه کیسې یې په ذهن کې پاتې کېږي او هر وخت چې ور یادېږي، د کیسې ټول کرکټرونه یې ذهن ته درېږي. دا هغه څه دي چې د ماشوم پر حافظه مثبته اغېزه لري او حافظې ته د شیانو په سپارلو کې ډېر مهارتونه زده کوي.

۷. کیسې مو د ماشوم فکر پراخوي

ماشومان د نورو هېوادونو له فرهنګ، آدابو او دودونو سره نه دي بلد. دوی ګرځندوی خلک نه دي چې د بېلابېلو توکمونو او قومونو خلک وویني او ورسره کېني. که تاسو خپلو ماشومانو ته د نورو هېوادونو او قومونو د دودونو او فرهنګونو کیسې وکړئ، د دوی ذهن به د ډېرو شیانو په اړه پرانیستل شي. دوی به یوازې د خپل هېواد او کلي د خلکو په اړه فکر نه کوي، بلکې د ټولې نړۍ په کچه به د فکر کولو وړتیا پیدا کړي.

۸. کیسې مو د ماشومانو لپاره د اکاډمیکې زده‌کړې لومړنی ګام دی

ډېری ماشومان هره مسئله په ډېره سطحي توګه د عادت له مخې زده کوي. مثلاً کله چې ماشوم د ښوونځي په کتاب کې هم د پند کومه کیسه لولي، ټوله کرښه په کرښه زده کوي او د موخې او پند په اړه یې فکر نه‌شي کولای. په منظم ډول کیسې اورېدل له دوی سره مرسته کوي چې اورېدونکې خبرې درک کړي او خوند هم ترې واخلي. کیسې ویل یې د خبرو کولو ځواک او مهارتونه ډېروي. منظم لوست او غوږ نیول ښايي دوی پر لویو ویناوالو بدل کړي.

۹. کیسې مو د ماشومانو د اړیکو ټینګولو وړتیا ډېروي

ماشومان ډېری وخت په پوښتنو کولو کې دوه‌زړي وي. کله ناکله یوه پوښتنه ورسره پیدا شي، خو له وېرې یې چاته نه‌شي ویلای او یا هم ښايي کوم بل لامل وي. کیسې ویل دوی ته د پوښتنو کولو هنر ور زده کوي. همدارنګه دوی زده کوي چې څرنګه له چا سره خبرې پیل کړي او څرنګه یې ختمې کړي. دا کار د دوی پر ځان باور لوړړوي.

۱۰. کیسې مو له ماشوم سره مرسته کوي چې له ستونزو سره اسانه مقابله وکړي

کله چې ماشوم په ستونزو او سختو مسائلو کې پاتې کېږي، هر څه ترې ورکېږي. دوی د یوې ستونزې د حل لپاره په ذهن کې ډېرې حل‌لارې نه‌لري. که تاسو داسې کیسې ورته وکړئ چې په هغو کې یو کس په سختیو کې ګیرېږي او بیا د یوه اتل په توګه هر څه حلوي، دا هر څه د دوی په ذهن کې پاتې کېږي او له ستونزو سره یې د مقابلې وړتیا لوړېږي.

ماشومانو ته مو داسې کیسې وکړئ چې دوی پوه شي چې سختۍ او ستونزې د ژوند یوه برخه ده او بې له مبارزې بله هېڅ حل‌لاره نه‌لري؛ همدارنګه خوشحالي هم د ژوند یوه برخه ده او هر وخت به سړی خوشحاله نه وي. که ماشومانو ته مو هر ډول کیسې کوئ، د کیسې له موخې سره سم به په هغوی کې وړتیاوې ټوکېږي.

Comments
Loading...