لوبې او پر ماشومانو يې اغېزې

0 9

وحیدالله وحدت – 

له یو کلنۍ څخه تر نوې ځوانۍ پورې دوره د لوبو او د مستې دوره بلل کېږي؛ په دې دوره کې له ماشومانو سره سالمې لوبې او هغوې ته د لوبې زمېنه برابرول د هغوې په رواني او جسمي وده ډېره اغېزه لري.

ارواپوهان په تېره بیا د تربیتي علومو پیروان ټینګار کوي چې سالمې لوبې او تفریح د ماشوم په روزلو کې ډېر ارزښت لري؛ ځکه لوبې او بیا په لوبو کې هغوی ازاد پرېښودل د هغوی د جسم او ذهن د چمتو کېدو طبعي لامل او تمایل دي. چې ماشوم ورته اړتیا لري؛ نو باید ماشومان که هغه نارینه وي یا ښځينه د مور، پلار او نورو مشرانو لخوا لوبې کولو ته د سالمې او سوله  یيزې لارې وهڅول شي.

نا مناسب چاپیریال, د سرپرست نشتون, دلوبو د فرصتونو نشتون, د سر پنا نه لرل او دی ته ورته نور مسایل هغه خڼډونه دي چې د ماشوم په جسمي او اروایي ودې اغیزه لري, او په پایله کې د شخصیت د ودې بهیر ټکنې کوي.

په دې ورستیو کې که څه هم چې ډېرو پرمختللو کورنیو او ټولنو کې دغه موضوع ته لږ څه پاملرنه شوې او خپلو ماشومانو ته يې دغه فرصت او امکانات برابر کړي او ماشومان يې په یوه سالمه فضأ کې لوبو ته ازاد پرېښودل شوي؛ خو د دې تر څنګ  د یو شمېر کورنیو مشران او مسوول اشخاص خپل ماشومان او نوي ځوانان له لوبو کولو څخه منع کوي او یوازې يې د وخت ضایع کېدو په توګه پېژني؛ خو دوی په دې نه دي خبر چې لوبې د ماشوم په هر اړخېزه وده (جسمي، عاطفي، رواني، هیجاني او…) کې څومره اغېره لرلی شي.

ویل کېږي چې شوخ او مست ماشومان ذکي، کنجکاو او هوښیار وي. ځېنو کورنیو د اولادونو د زده کړو لپاره هغوی دومره بوخت او قیدي کړي چې ان د هغوی زړونه يې له زده کړو څخه تور کړي. بیا ورته  د کورنۍ مشران سخت زړي، بی رحمه او ظالم انسانان ښکاري؛ ځکه د دې له لاسه دا تنکي ګلان خپله د لوبو او مستۍ دوره چې پکار ده، په خوندونو او شوخۍ کې یې تېره کړي، په زیاتو بوختیاوو او له خپل توان څخه په پورته بوختیاوو کې یې تېروي او ځان ورته ناتوانه، قیدي او بي وسه ښکاري.

داسې کسان بیا مجبور دي چې له کور څخه د ښوونځي، مدرسې او کورس په بهانه ووځي د کورنۍ په سترګو کې خاورې واچوي او له ځېنو بي کاره اشخاصو سره د لوبو او تفریح په پلمه یوې خوا او بلېخوا ولاړشي، کله چې يې کورنۍ پرې خبریږي د چا خبره بیا نو اوبه له ورخه تېري وي یا خو محروم شوې وي یا هم درسونه ترې تیر وي نو په ازموينو کې ناکم وي. دلته ده چې ماشوم یو بل منفي ذهنیت اخلي چې هغه ماته او له ماتې وېره ده، نور نو ځان کامیاب نه بلکي یو ناکام شخص بولي، خپل سرنوشت ته له منفي لید لوري ګوري. همدا لامل دی چې ډیری تنکي ځوانان او ماشومان له څلورم، پينځم ټولګي څخه وروسته خپل تعلیم او تحصیل ته ادامه نشي ورکولی.

نو باید خپل اولادونه نه دومره ډیر مصروفه او بوخت کړو چې هغوي يې له توانه نشي وتلی او دغه بار ته اوږه نشي ورکولی؛ او نه باید دومره ازاد پرېښودل شي چې بیا د لوبو پرځای بدمعاشي، قمار، غلا، او د نورو جرمنو مرتکب وګرځي، بلکي یاید یو خاص ډول تعادل او مهارت څخه کار واخیستل شي.

څېړنو ښودلی هغه ماشومان چې په کورنې او ټولنه کې ورته د سالمې تفریح او لوبې امکانات برابر وي د هغه ماشومانو په پرتله چې په کورنې او ټولنه یا ماحول کې ورته د تفریح او لوبو امکانات نه وي برابر ۴۰٪ سلنه په خپلو چارو کې بریالي او راضي ماشومان دي.

له خپلو ماشومانو سره پخپله لوبې وکړې او په لوبه کې ورته مشري ورکړی، لږ د ماتي او ډیر ځله د کامیابې او بریا جانس ورکړئ، څو هغه داسي احساس او درک کړي چې زه کولئ شم کامیاب شم، لاسته راوړنې او بریاوې ولرم، مشري کولای شم له ماتې زده کړه کوم یا هم ورورسته له ماتې بریاوي شته .

د لوبې ټاکنه او انتخاب مو باید د ماشوم په خوښه وټاکل شي ځکه په دی سره ستاسو ماشوم پر نفس باور پيدا کوي. هیڅکه مو ماشوم ته داسي مه وايي چې لوبې نه درسره کوم ځکه په دی خبرې سره هغه ځان کم احساسوي، ځان ورته  بې ارزښته ښکاري، او که چېرته تاسي ستړي، خسته او ستومانه یاست نو هغه ته داسي الفاظ وکاروئ چې منطقي اړخ ولري مثال: زما ګرانه بچیه ډیر خوند راکوي چې له تا سره لوبې کوم، تل مي له خدای(ج) څخه ستا په څیر د ښکلي او هوښیار ماشوم غوښتنه کړی، زړه مي غواړي چې ښې ډيرې لوبې درسره وکړم او نور….

خو ګوره هوښیاره  بچیه ته خو پوهېږئ چې زه نن ډیر ستړی یم یا نن ډیر ضروري کار لرم چې باید نن يي خلاص کړم، نن خو ته له ما پرته هم لوبې کولای شئ او واعده ورکړئ چې  بله ورځ به حتمي درسره لوبې کوم. يه دی سره ماشوم ځان با ارزښته، هوښیا، با جرأته اوتوانمند بولي، او په دوي کې منطقي فکر وده کوي او له تاسو سره يې د مېنې احساس پياوړی کېږي.

لوبې د ماشوم فطري او طبعي اړتیا ده که چېرې دا اړتیا يې پوره نشي ښکاره ده چې ماشوم به سالم ونه روزل شي.

Comments
Loading...