د بریمن څلور ښاري سازنده/ژباړن: رڼاګل اریوبزی

0 29

دکوچنیانو له پاره لنډه کېسه:

يو وخت  يوه سړي يو خر درلود چې ډیر وخت دخپل څښتن په خدمت کې وفادارپا تېشوی و، خو اوس کمزوری شوی اوځواک يې اوبه شوی و، دا خر نور دکار نه و.

څښتن يې غوښتل چې خوراک پر بند کړی، خو خر پوه شو چې حالات سم نه دی نووتښید او د بريمن پر لور روان شو. د ده خيال و چې هلته به « ښاري سازنده شي چې يو څهپه لار ولاړ، نو يو ښکاري سپی يې وليد چې په لارکې پروت و، اوداسې يی ساه ایستلهلکه چې په ډیره ځغاسته ډير ستړی شوی وي. خره پوښتنه تر ې وکړه چې،« ای چابکه!اوس ته دلته څه ساه اوباسی؟» سپي آخ کړ او ويې ويل،« چې زه زوړ شوی یم، ورځ په ورځ کمزورئ کيږم او ښکار ته هم نشم تللی، زما مالک غوښتل چې ما ووژنی. ماورځنې راوځغاستل. خواوس په دې سوچ کې یم چې ځانته به ډوډی څنګه پيدا کوم؟» خره ورته وویل چې ته پدې پوهیږې چې زه بريمن ته ځم اوغواړم چې هلته ښاري  سازندهشم. ته هم ما سره راځه ، او ځان دموزیک سره بلد کړه، زه به رباب غږوم او ته ډولکېوهه.» سپی دې وړاندیز ته خوښ شواو دواړه مخ پر وړاندې لاړل. ډير وخت لا نه وه تير شوی چې په لار کې يوه پيشو ناسته وه، او مخ يې ددری ورځنی باران دتورې هوا په څیرښکاریده. خره ورته وویل چې،« ای ږیرې پاکوونکې بوډی! تاته څه درپیښ شویدي پیشو ورته وویل چې،« څوک چې زما په شان په ستونځو کې ډوب وی ، خوشاله به ونه اوسی، عمر مې تیر شو، زړه شوم او غاښونه مې پڅ شول. زړه مې غواړی چې نوردموږکانو په ښکار پسې دځغاستو په ځای دبخارې تر څنګ کښینم اووریښل وکړم.څښتنې مې غوښتل چې ومې وژني، له هغې خو راوتښتیدم، خو ښه سلااو مصلحت هملوړه بیه لر ی، اوس نو کومې خواته لاړه شم؟» «راځه زموږ سره بریمن ته، ته خو د شپېموزیک  پيژني، هلته به ښاري سازنده شي دپیشو داخبره خوښه شوه او ور سره روانه شوه. تردې وروسته درې واړه مها جر یوه سرای ته ورسیدل. هلته دسرای پر دروازه یو کورنئ چرګ ناست و او په ټول ځواک يې لوړې نارې وهلې.خره ورته وویل چې، « ته ځورونکې چېغې وهې، ولې، څه غواړی؟» چرګ ورته وویل چې،«ما دښې هوا وړاندو ینه وکړه، خو دا هغه ورځ ده په کومه کې چې دا ګرانې مېرمنې دمسیحې کوچنيجامې مېنځي او وچوي يې.او دا چې سبا ــ دیکشنبی ــ مېلمانه راځی، نو دکور بیرحمه مېر منې مې خپلی آشپزې ته وویل چې له ما څخه ښوروا جوړه کړي، دادی همدا نن ماښام مې سر ِغوڅوي، نوځکه تر څومې چې دوسه کېږي په ډکه مرۍ لوړې چېغيوهم خره ورته وویل:« ای سورسریه! خو زموږسره بريمن ته لاړشه،  ترمرګ یو څه ښه شي خو هرچرې پيدا کولی شي. ته ښه آواز لری، که په ګډه موزیک په سور کړو، نو دا به یو خوند پیدا کړی. داوړاندیز دچرګ ډیر خوښ شو او څلور واړه یو ځای روان شول.بريمن ښار ته خو دوی په يوه ورځ نه شورسيدلی، نو په لارد ماښام په وخت ځنګله تهراورسیدل او غوښتل يې چې هلته شپه وکې. خر او سپی تر يوي غټی ونی لاندی پريوتل، پيشو او چرګ پر ښاخو باندی وختل. خو چرګ د ښاخ و څوکې ته وچت شو،هلته ورته ځان تر ټولولوړاو ښه په امن کې ښکاریده، تر ويده کيدو دمخه يې يو واربیا څلور واړه خواوې وڅارلې،او لرې يې درڼا یو بڅرکی ولید ،او خپلو ملګرو ته يې ناره کړه،چې هلته، نه چندان ډیر لری، یو کور شته، ځکه چې رڼا ښکارې. خره وويل نو موږ بايدراولاړ شواو                                                        

پر هغه لورروان شو، ځکه چې دلته دا استوګنځئ چندان ښه نه دی،» سپی وویل،« هو!یو څو هډوکې او ور سره یوڅه غوښه به زما لپاره هم بده نه وی.» ټو ل په ګډه په هغه لورر وان شول، چرته رڼا ښکاریده، او په ورنږدی کېدو يې وار په وار لوييده، ترڅوچې  دغلو یوه رڼا او روښانه کور ته را ورسیدل. خر چې تر ټولو لوی و، کړکۍ ته ودرید او دننه يېوکتل. چرګ تر ې وپوښتل چې،« ای خړه ! څه وینی ؟» خره په ځواب کې وویل:«څه چېزه وینم، یو مېز دی، چې په سر يې ډول ډول خواړه او د څښاک شيان پراته دي او چاپیر يې غله سوکاله ناست دی.» چرګ ناره کړه چې،« دا خو نو زموږ لپاره یو څه دی.»خره وویل.«هو،هو،ای کاشکې موږ هلته وای!» دوی سلا او مشوره پیل کړه، چې په څه ډول به غله له دی ځایه وشړی،او په پای کې يې یوه لار پیداکړه. خره دواړه مخکنې پښی په کړکۍ کېښودې، سپی دخره پر شا ودرید، پیشو په سپی وختله، او چرګ دپیشو په سر ودرید. تردې وروسته په یوه اشاره ټولو په ګډه ساز پیل کړ: خر وینګیده، سپی وغپل،پیشو مېاو کړ اوچرګ ناره کړه، ور پسې يې دکړکۍ له لارې د ننه کوټی ته ور ټوپ وهل،دماتو ښیښو شرنګ شو او په کوټه کې تويې شوی.غله ددې ډارونکې شور له ویرې په غورځنک شول، او په خیال يې پیریان او مېرګیان کوټې ته ور ننوتل، او له ډیرې ویرېځنګل ته وتښتیدل.اوس نو څلور واړه انډیوالان په مېز را چاپیره شول او په مېنه يې هغه څه چې پاتی شوې وو، دومره ډیر وخوړل، چې تا به ویل ګوندې څلور اونۍ يې څه نه و خوړلي.کله چې څلور واړه یاران له خوړو وزګار شول، څراغ يې ګل کړ او هر یو ځانته دخوب لپاره دخپلې خوښې ځای په لټه کې شو: خر په غوشيوکې پریوت، سپی ددر وازېتر شا، پیشو دداش په تودو ایروکې، اوچرګ دچرګانو برنډې ته وخوت، او دا چې ډیره اوږده لار يې وهلی وه او ډیر ستړي شوي وو، نوژرخوب یوړل. کله چې نیمه شپه تیره شوه او غلو له ورایه وکتل چې په کور کې رڼا نه ښکارې او کراره کرارې ښکاریده، نو مشر يېوویل: «موږ باید ځانونه دویرې ښکار نه وای کړي:» بیا يې وویل چې یو څوک باید ورشياو کورله نږدې وګوري. ليږل شوي سړي ته هر  څه ارام ښکاره شول، دی پخلنځی  ته ولاړ،غوښتل يې چې هغه رڼا کړي. د پيشو سترګی چې داور په څیر ځلیدې، د ده په فکر انګار ورغلې. نو غوښتل يې چې نرئ لرګئ ورته ونيسی چې اور ځنی واخلی. خو پيشو پهټوکونه پوهیده او پر مخ وروغورځيدله، لياړی يې پر تو کړي اومخ يې په پنجه ور څیری کړ.سړي ډیر وويريد اودکور دشا دروازی په لور يې منډه کړه، خو هلته سپی پروت و، او سړي يې په پښه وداړه، کله چې په سرای کې پر غوشيو تيريده، نو خره دشا په پښه لا  يوه ښه  کلکه لګته ورکړه، او چرګ چې ددوی په غال مغال راویښ شوی و، اوښه بیدا ر و، نو له برنډی يې (  کېکوهو ) ناره کړه. په دې ځای کې غل په دومره بیړه، چې له لاسه يې پوره وه، وتښتید او خپل مشر ته ورغی او ورته يې وویل:«آخ !په کورکې یوه ظالمه بلا ناسته ده، زه يې ووهلم، اوپه اوږدو ګوتو يې زما مخ راڅیرې کړاو له دروازې سره یوسړیچاړه په لاس ولاړ دی چې زما په پښه کې يې چوخ کړه: په سرای کې یوه بله توره بلا ناسته ده، زه يې په لرګي ووهلم: او هلته دبام په سرقاضی ناست دی، ده ناره کړه:«دااحمق ما ته راولی، نو ځکه ترې راوتښتیدم.» له دې وروسته غلو نور کور ته دورتګ زړه نشو ښه کولی، خو دبریمن څلورو سازنده ګانو دومره خوښ شو، چې نه يې غوښتل، بیرته تر ېراووزی.هر چا چې دا نکل تر ټولو دمخه بیان کړ، خوله به يې توده وی . پای

Comments
Loading...