سورخولۍ د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه

ژباړن: رڼا ګل اریوبزی

0 60

یو وخت یوه و ړه، خوږه، ښکلې جلۍ وه، دا به چې هر چا لیده، ورباندې ډیره ګرانیده، خو تر هر چا زیاته په خپلې نیاګرانه وه، نیایې تل په دې فکر کې وه چې، خپلې لمسۍ ته یو څه ډالۍ کړي. یو ځل يې یوه سره اوبدل شوې خولۍ ورته ډالۍ کړه، چې دسر سره يې ښه ناسته وه اوښکلې ښکاریده، نوځکه دې جلۍ بل څه نه په سر کول، تل له همدې خولۍ سره ګرترځيده، له همدې امله په سورخولۍ مشهوره شوه. یوه ورځ يې مور ور ته وویل چې:« سور خولۍ راشه، داد شربت بوتل او داکېک واخله او نیا ته يې یوسه: هغه ناروغه او کمزورې ده، له دې سره به یو څه تازه او ځواکمنه شی؟ ښه خد مت او پالنه يې وکړه او زما سلامونه ورورسوه، په لاره سمه سیده ځه، له لويې لاری ایخوا یادیخوا مځه، او کنه وبه لویږی، دا بوتل او دکېک لوښی به مات شی او ناروغې نیا ته به څه په لاس ور نشی.»

سور خولۍ ورته وویل چې، «دا هر څه به سم سر ته ورسوم،» او ور پسې يې مور ته لاس ورکړ. نیا له کلي دباندی، نیمه ګړۍ لرې، په یوه ځنګل کې اوسیده. کله چې سور خولۍ ځنګل ته ورسیده، یو لیوه په مخه ورغی. سور خولۍ نه وه خبره چې دا لیوه څومره بد نیته اوغوسه ناک حیوان دی، او ترې ونه ډار شوه. لیوه ورناره کړه چې: « ورځ مو په خیر، سور خولۍ.» « ډیره مننه،لیوه.» «دومره د وخته کومې خوا ته ځې، سورخولۍ ؟» « نیا ته می ورځم.» « د ملا بند لاندی دې څه دي ؟» « شربت او کېک دي، کېک مو پرون پوخ کړ، دا زماد ناروغې او کمزورې نیا له پاره ښه دی، او په دې به قوی او ځواکمنه شی.» « سورخولۍ، ستا نیا چرته اوسیږې؟» سور خولۍ ورته وویل چې: « له دې ځایه یو پاو لرې په ځنګل کې، دڅیړی د درو لویو ونو لاندې، د هغې کور دی، هلته ښکته بیا دغوزانو ونی دي، ته يې پیدا کولی شې.» لیوه له ځان سره داسوچ وکړ چې،« دا ځوا نه تنکې جلۍ، داخو ستا لپاره یوه خوندوره ګوله ده: باید مکار واوسې، تر څو په لا س درشي او در نه خلاصه نشي.» لیوه لا یوه شیبه دسور خولۍ تر څنګ روان و، بیا يې ورته وویل چې: «سور خولۍ، ته دې ښکلو ګلانو ته وګوره، چې شاوخوا ولاړ دي، ته ولی دا خپل چاپیر یال ته نه ګورې؟ فکر کوم چې ته به دالوتونکو دا ښکلې نغمې هم نه اورې ؟داسې له ځان سره ګوښې روانه يې، لکه څوک چې ښونځي ته ځي. په ځنګل کې خو دسیل او خوشالۍ بازار تود دی.» سورخولۍ سترګې وغړولې، ويې لید چې لمر دونو دڅانګو تر منځ ځلیږی، او هره خوا ښکلي ګلان ولاړ دي، نو له ځان سره يې فکر وکړ چې:« که نیا ته می دګلو تازه ګیډۍ له ځان سره یوسم، نو دې ته به هم خوشاله شي، لاوخت ډیر دی، دګلانو ګیډۍ دجوړولو سره سره به  هم په خپل وخت نیا ته ورورسیږم،» ځنګل ته ور ننوته او دګلانو په لټه کې شوه. کله چې يې یو ګل راوشکاوه، هلته بل ورته تر دې ښکلې ښکاره شو، بیا په هغه پسی ځغاسته، په دې ډول په ځنګل کې دننه مخ په وړاندې تله. خو لیوه په سیخه او لنډه لارد نیا کور ته ورغی او دروازه يې وټکوله.« دباندی څوک دی؟»         « سورخولۍ، کېک او شربت يې درته راوړی دی، دروازه خلا صه که.» نیا ناره کړه چې:« دستګیر کښ کړه، زه کمزورې یم او نشم پورته کېدای.» لیوه دستګیر راکښ کړ، ورننوت، بیله دې چې څه ووايي، وړاندې تیرشو، سم دم د نیا کټ ته ورغی، اوهغه يې نس ته تیره کړه. بیايې د نیا جامې واغوستې، دهغې څپوڼی يې په سرکړاو دهغې په بستر کې پریوت، او پرد ې يې راکښ کړې.

سورخولۍ په ګلانو پسې هرې خواته وګرځيده، کله چې يې دومره زیات ګلان راټول کړل، چې لا يې وړلی شول، نو نیا ور یاده شوه، او دهغې دکور په لور وخوځيده. کور ته چې راغله په دې حیرانه شوه چې دروازه بړنګه پرته وه، کور ته چې ننوته، هرڅه بل ډول ورته ښکاریدل، فکريې وکړچې،« ای زما ربه، څومره ډار می زړه ته را ننوت او کنه زه خو به دخپلې نیا سره هر وخت ډیره خوشاله وم!» ورپسې د نیا کټ ته ورغله، د کړکۍ پردې يې خلاصې کړې. نیا دلته پرته وه، څپوڼی يې ښه ښکته په مخ راکښ کړي واو ډیره حیرانونکې ښکاریده.« ای نیا، دا څرنګه لوی غوږونه لرې؟» « د دی لپاره چې غږ دی ښه واورم .»«ای نیا، دا سترګی دی ولی دومره غټی دی؟»« د دی لپاره چې تاښه ولیدلی شم .» «ای نیا، دا لاسونه دې ولې دومره لوی دي ؟»« د دی لپاره چې تا ټینګه ونیولی شم.»« خو، نیا دا خوله دې ولې دومره لویه اوډارونکې ده ؟»« د دی لپاره چې تاښه وخوړلی شم .» لیوه چې څنګه داخبره وکړه، له بسترې يې په خوارکې سورخولۍ ور ودانګل، او هغه يې نس ته تیره کړه.

کله چې لیوه هغه څه وکړل چې غوښتل يې، بیرته په بسترې کې پریوت، ویده شو، او په خوب کې يې لوړ خور وپش کاوه. په دې وخت کې یو ښکاري د نیا کورته راورسید او په دې فکر کې شوچې، « دا زړه ښځه ولې دومر خور وپش کوي، یو ځل ور وکرځه او وګوره چې څه ور پیښ شوی نه وی.» ښکاری کوټی ته ور ننوت، کله چې بسترې ته ورنږدې شو، ګوري چې لیوه پکې پروت دی. ښکاري ور ناره کړه چې:«داته يې؟ ډیر وخت کېږي چې زه در پسې ګرځم .» ټوپک يې ورته په نښه کړ، غوښتل يې چې ويې ولي، خو په دې فکر کې شو چې کیدای شي چې دې ظالم لیوه به نیا خوړلی وي، لا ددی امکان شته دی چې نجات ورکړم، نو ډ ز يې ونکړ، د دی په ځای يې بیاتی را واخیسته اوغوښتل يې چې د ویده لیوه ګیډه څیرې کړي. د لیوه ګیډه يې چې یوڅه وڅیرله، سورخولۍ يې ولیدله چې ځلیدله، کله چې يې یو څه نوره هم څیرې کړه، نو سور خولۍ ترې راټوپ کړ اوناره يې کړه چې:«اخ! څومره وډار شوم، دلیوه په نس کې څومره توره تیاره وه!» ور پسې بوډۍ نیا هم ژوندۍ ترې را ووته او په سختې يې نفس ایسته. سورخولۍ په بیړه غټی غټی تیږی راټولې کړې او دلیوه نس يې ترې ډک کړ، کله چې هغه راویښ شو، غوښتل يې چې ټوپ واچوي، خو ډیر دروند واوبیرته ښکته په ځمکه ولوید او مړشو.

اوس درې واړه خوشاله وو، ښکاري دلیوه پوست له ځان سره واخیست، نیاکېک وخوړ اوهغه شربت يې وڅښه چې سورخولۍ ورته راوړي وو اودمه يې وکړه، سورخولۍ په دې سوچ کې وه چې، « بیا به دمور نصیحت له غوږو ونه باسم او هیڅکله به ګوښی له لارې په ځنګل ورګډه نشم.»

داسی هم ویل کېږی، چې سورخولۍ کله چې يې یوځل بیا خواږه خوراکې شیان نیا ته وروړل، دیوه بل لیوه سره مخامخ شوه، لیوه خبری ورسره پیل کړي او غوښتل يې چې له لاری يې دځنګل پخوا بوزی، خو سرخولۍ ځان وساته، سمه سیخه پخپله لار روانه وه، او نیا ته يې وویل چې په لاره بیا دیوه لیوه سره مخامخ شوه او لیوه ورته ــ ورځ مو نیک مرغه ــ وویل، خو له سترګو يې غوسه او بد نیتی ښکاریده:« که په لویه لاری نه وای روانه، نو خوړلی به يې وای.» نیاورته وویل چې:« راځه! دروازه به بنده کړو، چې دننه رانشی .» لږه شیبه وروسته لیوه دروازه وټکوله او ناره يې کړه چې:« نیا! دړه خلاصه که،زه سورخولۍ یم، کېک او کلچې می درته راوړي دي.» دوی دواړو هیڅ ونه ویل، غلی پاتی شول او دروازه يې خلاصه نه کړه. غو سه ناک لیوه څو ځله دکور چاپیره راتاو شواو بیا يې بام ته ټوپ کړ، ده د بام له سره سورخولۍ څارله چې کله به ماښام دکور په لور روانه شی، ترڅودی په پټه ورپسې راوان شي او په تیاره کې يې راونیسي او ويې خوری. نیا دده په نیت پوه وه. د هغې دکور په مخکې دتیږی یولوی ډیګ ایښودل شوی و. نیا سورخولۍ ته وویل چې: « سور خولۍ، داسطل واخله، په دې کې مې پرون ساسچ پاخه کړي وو، سطل په دې لوی دیګ کې تش کړه.» سورخولۍ سطل په دیګ کې خالي کړ او تر هغويې نور داوبو ډک سطلونه پکې تشول، تر څوچې لوی دیګ ډک شو. دساسچو بوی پورته شواو دلیوه پزی ته ورسید، د بوی ککولو سره دسم يې له بامه ښکته وکتل او ورو ورو يې غاړه دومره ښکته اوږده کړه چې نور يې ځان نشو ټینګولی او مخ په ښوئېدوشو، له بامه په لوی دیګ کې ولوید اوډوب شو. سورخولۍ نو نورخوشاله او ډاډه کور ته لاړه اوهیچا ونه ځوروله.

Comments
Loading...