د اغزیو ګلاب

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

0 46

د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه

په ډیرو پخوانیو وختو کې یو پاچا او یوه ملکه ول، دوی  به هره ورځ ويل چې کاشکې موږ يو اولاد درلودلی، خو دا هیله  يی هيڅ نه پوره کيدله. يووارملکه د لمبيدو په تشناب  کې ناسته وه چې  يو چنګښ د اوبو څخه راووت او ورته یې  وويل،« ستاهیله به تر سره شی او یوه جلکۍ به دنیا ته راوړی.»  څه چې چونګښ ويلي و هغسې و شول.د ملکې يوه  لورپیدا شوه. دا دومره ښائیسته وه چې پاچا له ډيری خوشالی په جامو کې نه ځا یېده او يولوی جشن یې جوړ کړ. ده دي جشن ته نه یواز خپل خپلوان، دوستان اویاران راوبلل، بلکې دجلکۍ دښکلا اومتوازینی ودی په هیله یې پوهو ښځو ته هم بلنه ورکړه. د ده په پاچا هۍ کې داسې هوښیارې ښځی۱۳ تنه وې، خوده دې ډول هوښیارو ښځو ته دډوډی دور کولو لپاره یوازې ۱۲ دسروزرو پشقابونه درلودل،

نوځکه  يوه ښځه بايد په کورکې پاته شوې وی. رابلل شوې ښځې راغلې وې،او کله چې جشن پای ته ورسید، کوچنۍ ته یې معجزاتي دعا ګانې ور ډالی کړې: یوې ورته ښه اخلاق، بلې‎ ښکلا، دریمې ورته ډیر شته، په همدې ډول ټولو ورته په نړۍ کې د تر ټولو ښوشیانو دعا ډالۍ کړې. کله چې ۱۱ ښځو خپلې هیلې څر ګندې کړې، دیارلسمه راغله. دې غوښتل چې دنه را بلل کېدو غچ واخلي. بې له دې چې دچاسره ستړي مشې وکړي اویا چاته مخ ورواړوي، په لوړ آواز یې ناره کړه چې:« دپاچالور دې په ۱۵کلنۍ کې دڅرخک په تیره څوکه داسې خوږشي چې ترې مړه شي.» ددې ټکو له ویلو وروسته بیر ته را ګرځیده او له سالون نه ووتله، په دې وخت کې دې نورو دوولس ښځو، چې دهرې یوې یوه یوه دعا لا پاتې وه، خو نشوای کولی چې دهغې ښځې دښیرو اغیزې له سره شنډې کړي، بلکې یوازې یې تر یوې اندازې کمولی شوی، نو ویې ویل:«مرګ دې نه وي،دپاجا لور دې  په سل کلن ژور خوب ویده شې.» پاچا غوښتل چې خپله ګرانه لور له بد مرغۍ وژغوري، پدې خاطريې حکم وکړ چې په ټول سلطنت کې دې داوبدلو سپرخي له منځه یوړل شي.  کوچنې نجلۍ ته دهوښیارو ښځو ټولې دعاوې ورورسيدې. دغه نجلۍ ريښتيا هم ډيره ښائسته، با ادبه، خوش اخلاقه او ځيرکه وه. هر چا چې به ليدله، داښکلې جلۍ پر ګرانید له. داسې پیښه شوه چې په هغه ورځ چې دا پنځلس کلنه شوه، پاچا او ملکه په کور کې نه وو، جلۍ په قصرکې یوازې پاتې وه. دا په ټولولویو اووړو کو ټو کې ، چيرې چې د دي زړه غوښتل وګرزيد له. اخر

يوه زاړه برج ته ورسیده. په دغه برج کې يوه  تنګه زينه پورته ختلې وه، چې په سر کې  يوې وړوکې دروازې ته رسیده. د دروازې په کولپ(قفل)کې یوه زنګ وهلې کلي وه، کله چې جلکۍ دا کلي تاو کړه، دروازه خلاصه شوه، چې ګوري په یوه کوچنۍ کوټه کې یوه زړه بو ډۍ ناسته ده او اوبدل کوي. جلکۍ ترې وپوښتل چې،« ای زړې مورکۍ! ته دلته په څه لګیا یې ؟»بوډۍ ورته وویل:«زه دلته اوبدل کوم،»او سریې ښکته کړ.جلکۍ وویل چې،«دا شی څه په مستۍ او مزه هره خوا ټو پونه وهي!» دې سپرخئ په لاس کې واخیست او غوښتل یې چې اوبدل وکړي. خو په همدی شیبې کې چې دې سپرخي ته لاس ورنږدی کړ، دهغې ښځې دجادوښیرې په ولګیدې ، سپرخئ یې په ګوته را وڅرخید او جلکۍ یې خوږ کړه. کله چې په زخم پوه شوه، په همدې شیبې کې بیځانه شوه ، په ځمکه پریوته اوپه ژور خوب ویده شوه. داخوب په ټول قصر کې خپورشو: پاچا او ملکه چې تازه قصر ته را ورسیدل دټولو در باریانو سره په ژورخوب ویده شول.

آسان هم په غوجل کې، سپی په سرای کې، کوترې پر

بامو، مچان پر ديوالو ويده شول، د اور لمبې، چې تر بخارۍ راوتې، ختم شوې، ديګ خوټيدل بند کړ.  آشپزچې خپل شا ګرد یې تر وريښتانونیولی و، ځکه چې يو څه غلطي یې کړې وه، نوهغه یې پريښود او ويده شو. باد ودريده، دقصر و مخ ته ونې ساکتې شوې او پاڼې یې نه ښوريدلې. دقصر  ګرد چاپیره داغزو ویاړه را وخوټیده چې ورځ په ورځ لویېده  او لوړیده. دا ویاړه تر ټول قصر راچاپیره شوه او دومره جګه شوه، چې دقصر په بام ولاړ بیرغونه هم نور نشو لیدل کېدای. خو د اغزیو ګلاب اوازه، چې په سل کلن ژور خوب ویده وه، هرې خواته خپره شوی وه: داغزیو ګلا ب د پاچا ددی ښکلې لور نوم و، نوځکه به وخت په وخت  دپاچا هانو زامن راتلل او غوښتل یې چې تر ویاړې تیرشي او قصر ته ځان ورسوي، خو دا کار ممکن نه و،ځکه دویاړې ښاښونو دلاسو په څیرد دوی مخه نیوله، دا ځلمیان په اغزو کې بند پاتې کېدل او په له رنځه ډک مرګ مړه کېدل . ډیر کلونه وروسته یوځل بیا دپاچا زوی دې ځای ته راغی او یوه زاړه سړی داغزیوګلاب کېسه ورته بیان کړه. بوډا ور ته وویل چې ددې ویاړې تر شا یو قصر دی، په دې قصر کې دپاچا یوه ډیره ښکلې لور،چې نوم یې داغزیو ګلاب دی، ویده ده اوټول درباریان هم په قصر کې ورسره ویده دي. دپاچازوی دخپل نیکه څخه هم اوریدلي وچې دډیرو پاچا هانو زامنو هڅې وکړې چې داغزو تر ویاړی تیرشی، خو ټول داغزو په منځ کې بند پاتې شول او ډیرپه تکلیف مړه شول. دپاچا زوی وویل:«زه له دې نه ویرږم،غواړم چې تر ویاړې تیر شم،او دا ښکلې داغزیو ګلاب ووینم.» بوډا که هرڅومره هڅه وکړه چې مخه یې ونیسی، خو دپاچا زوی غوږ ورته ونه نیو.د پاچاد زوی دراتګ په ورځ هغه سل کالونه هم تیر شول. کله چې دې ویاړی ته ور نږدی شو، نو یې ښکلي ګلونه ولیدل، چې یو له بله لیری شول، اولار یې ورکړه، تر دی وروسته بیا د ویاړې په څیر سره نږدی شول. دپاچا زوی قصر ته ور ننوت او ویني چې آسونه او ښکاری سپي په سرای کې ویده پراته دی، کوترې په بام ناستی وې او سرونه یې تر وزرو لاندی پټ کړي وو

کله چې کور ته راورسيد، ویني چې مچان پر ديوالو ويده دي، په اشپزخانه کې  آشپز اوس هم لاس داسې نيولی و، لکه چې غوښتل یې چې هلک له ویښتو ونیسی، نوکره دتور چرګ سره،چې غوښتل یې له بڼکو یې پاک کړي، ناسته وه. دی وړاندی لاړ اوویې لیدل چې په سالون کې ټول در باریان ویده پراته دي او هلته پاس پر تخت پاچا او ملکه پرا ته وو. دی نورهم وړاندی لاړ، هرې خوا داسې آرامي وه چې سړي د یوچا تنفس هم اوریدلی شواو په پای کې برج ته را ورسید، اود هغې کوچنی کوټی دروازه یې خلاصه کړه ،چې داغزیو ګلاب پکې ویده وه. دا هلته پرته وه او داسې ښایسته وه چې د پاچازوی یې په لید و نه موړیده، ورو ور ټیټ شو اوښکل یې کړه. کله چې یې شونډ ې ددې شونډوته ورنږدی شوی، داغزیوګلاب ستر ګی وغړولی، رابیداره شوه او دپاچا زوی ته یې په مینه وکتل اوبیا

دواړه يو ځائ راکښته شول، پاچا، ملکه او درباریا ن راويښ شول او يو بل ته یې په غټو سترګو وکتل. آسان په سرای کې سره وښوريدل، ښکاري سپي راوغورځيدل او لکۍ یې وښورولې، کوترو پر بامو د وزرو څخه سرونه راويستل، چار چاپيره یې وکتل او پاليز ته وروالوتلۍ، پر ديوالو ناست مچان وخوځیدل ، په آشپز خانه کې د اور لمبی بيرته راپورته اود خواړو پخول بیرته پیل شول، د غوړوچڼا شروع شوه او  آشپزد هلک پر غوږدا سی څپیړه ورحواله کړه،چې چېغه یې کړه، نوکرې چرګه له بڼکو پا که کړه، ورپسی دپاچا زوی سره د داغزیوګلاب دواده لوی او ښکلی جشن ونیول شو،او دواړوټول ژوند په ګډه نیکمرغی کې تیرکړ.

Comments
Loading...