خوږه حلوا -دکوچنیانو له پاره لنډه کیسه

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

0 42

يو وخت يوه غريبه او پاکه جلکۍ دخپلې مور سره يوازې اوسيده. دوی د خوړلو د پاره هيڅ نه درلودل. نو يوه ورځ دخوراکي ټوکود پیدا کولولپاره

ځنګل ته ولاړه. په ځنګل کې د يوې بوډۍ ښځی سره مخامخ شوه. بوډۍ د دې جلۍ په بیوزلۍ خبره وه، نو يوه کټوه یې ورته ډالۍ کړه او دايې هم ورته وويل چې که کټوې ته ووايې چې :« کټوې، پخلۍ وکه،» نو دا کټوه به دارزنوخوږه حلوا پخه کړي او بيا چې ورته ووایې «کټوې، نور بس کړه،» نوبیا به پخلۍ بس کړي. جلۍ دا کټوه د ځان سره دخپلې مور لپاره کور ته راوړه. په دی توګه دواړه له غريبې او لوږې بیغمه شول او هر وخت به يې چې زړه وغوښتل خوږه حلوا به يې خوړله. کله چې جلۍ د يو څه وخت لپاره د کور څخه دباندی ولاړه، نو موريې کټوې ته وويل:« کټوې، پخلۍ وکړه،» نو کټوې پخلۍ پیل کړاود جلکۍ مورځان په حلوا ښه موړ کړاوغوښتل يې چې کټوه دی نور پخلی بس کړ، خو نه پوهیده چې څه ورته ووايې، نو ځکه کټوه په پخلي لګیا وه، حلوا دکټوی تر خولې را پورته شوه، مګر پخلي ته يې دوام ورکړ، تر ديګ راتوی او پخلنځی ته راسر شوه او پخلنځی ترې ډک شو، بیا ټول کور،ورپسې دوهم کور، تر دې وروسته کوڅې ته را ووته. ټوله کوڅه هم د خوږې حلوا څخه ډکه شوه. داسې ښکاريده لکه چې دې کټوې ټوله دنيا مړه ول اود لوږې او بیوزلۍ ختمول غوښتل. هيڅ څوک نه پوهيدل چې څه رنګه د ځان سره مرسته وکړی.بالا خره کله چې یوازې يو کور پاتې و، جلۍ کورته راغله او کټوې ته يی وويل:«کټوې، بس کړه،» نو کټوې نور پخلۍ بس کړ. هر چاښار ته تر تګ دمخه اول ځان په حلوا موړاوه .

Comments
Loading...