په ټولنيز ژوند کې د ماشوم بېلا بېل حقونه

د سرمولف مرستیال محمد یعقوب مومند  

0 33

        

ماشوم پېژندنه

د ماشوم د پېژندنې لپاره پوهان او ارواه پوهان بېلابېلا نظریات لري د اسلام سپېڅلی دین د ماشوم او ماشومتوب په اړه خپل لیدلوری لري، ماشوم پېژندونکي هم پدې اړه ډېر څه ویل لري، یونسکو، کریټیف، اي جي ار او ټول هغه ملي او نړیوالې ادارې او متخصیصین چې پدې برخه کې کار کوي خپل معقول لیدلوري او ویل لري، علامه ابن اثیر ماشوم داسې راپېژني: ماشوم ته په عربي ژبه او ادب کې طفل وايي چې اطفال، طفله، طفل او نور د نوموړې کلمې مترادف یا هم جمعې لپاره کارول چې پښتو مترادفه بڼه ېې ماشوم دی او په اصطلاح کې ماشوم هغه چاته ویل کیږي چې د ځوانۍ پړاو ته نه وي رسېدلی، د ښه او بدو، د ګټې او زیان په تاوان ډېر حاکم نه وي او د ثمرې پړاو ته هم نه وي رسېدلی.

په ميندو د ماشوم د زده کړې حقونه

ډېری میندې او پلرونه غواړي چې خپل ماشومان په اخلاقي او علمي توګه وروزي او د هغوی حقه حقوق ورکړي، هغه د خوشحال خان بابا خبره چې وايي: ماشوم د سپین کاغذ په شان وي هر شی چې پرې غواړې وې لیکي لیکلی ېې شي، که چېرته د ماشومانو میندې، پلرونه او د کورنۍ نور غړي د ماشوم سمې راتلونکي ته پاملرنه ونکړي نه یواځې چې د کورنۍ سرخوږی به شي بلکې ټولنه هم له تباهۍ سره مخامخ کوي، میندې او پلرونه د ماشوم د ښې روزنې په اړه باید ښه فکر وکړي، د هغه د روزلو او پاللو لپاره عملي پلان جوړ کړي، کتاب او قلم ورته واخلي دا منم چې میندې په خپلو ماشومانو ډېر ځوریږي او کله چې ماشومان ېې درس ونه وایی مور او پلار ېې زړه خوري چې ماشومان ېې ولې درس نه لولي، ولې درس سره مینه نلري، دا ټولې ستونزې به څنګه حل کوي، تجربو ښودلې هغه ماشومان هغه که نجونې دي او یا هم هلکان چې په ماشومتوب کې ېې کتاب نه وي لوستی په لویوالي کې هم له کتاب او لوستنې سره کومه ځانګړې مینه نلري، که چېرته د ماشوم مور او پلار په ټوله ورځ کې ماشوم ته نیم ساعت خپل وخت ورکړي فکر کوم چې د ماشومانو راتلونکې ډېرې ستونزې به ېې حل کړي وي او له بلې خوا به ېې خپلو ماشومانو ته خپل حق هم ورکړی وي، د ماشومانو لپاره په وخت خوراک، څښاک برابرول، جامې ورته چمتو کول، هغوی ته سالم درسي چاپیریال جوړول، شفقت پرې کول، مینه ورکول، د هغوی اړتیا او غوښتنو ته په ورین تندي ځواب ویل، ددوی څارل او ارزول، وخت پر وخت ېې غیر مستقیم ازمایل دا ټول هغه څه دي چې د ماشوم په روزلو کې ځانګړی او ټاکونکی رول لري، همدارنګه بل څه چې ډېر مهم او اړین دي هغه د بېلا بېلو کلمو، جملو او پراګرفونو لوستل، ویل او لیکل دي چې د ماشومانو د معلوماتو په ډېرولو کې ډېر رول لرې د هغوی سالمې روزنه کې هم خورا ډېره مرسته کوي، نو د افغان ماشومانو له میندو او پلرونو څخه په کلکه غواړم چې همدا اوس لاس په کار شي، خپلو ماشومانو ته کتاب واخلي، قلم راونیسي، پنسل په لاس کې ورکړي، مخ په ښوونځي ېې روان کړي، ښه ېې وروزي او ښه ېې وپالي. زده کړه زموږ د ماشومانو اسلامي، افغاني او انساني حق دی او دا حق باید افغان ماشومانو ته برابر کړو، افغان ماشومانو ته زده کړه نه یواځې د فامیل حق دی، بلکې دولتونه هم پدې اړه ډېر مسوولیت لري په نولسمه پېړۍ کې په ټوله نړۍ کې ښوونه او روزنه د ماشومانو مسلم او انساني حق وګڼل شو، په شلمه پېړۍ کې ماشوم په کورنۍ، وړکتون، ښوونځي، مدرسه او ټولنه کې د ډېر مهم غړي په توګه مطرح او وپېژندل شو، د ارواپوهنې، ښوونې او روزنې پوهانو دغه پېړۍ د ماشوم د پېړۍ په نامه ونوماوه، پدې پېړۍ کې ماشومانو ته ډېر کار وشو کتابونه ولیکل شول، ددوی په ژبه ادبیات پیل شول، رسالې، داستانونه او خوږې کیسې ولیکل شوې چې له نېکه مرغه یوویشتمې پېړۍ کې دې برخې ښه پرمختګ وکړ، په ټوله نړۍ کې په زرګونو لیکوالان رامنځته شول، مېتودونه جوړ شول، مفکورې وروزل شوې، اړتیاوې او غوښتنې راپورته شوې چې پدې وروستیو وختونو کې افغانستان کې هم د ماشومانو لپاره ډېر کار روان دی د ساري په توګه اړ یو چې د ځینو موسیسو او ملي مرکزونو یادونه او ستاینه وکړو، چې پدې اړه یواځې په ۱۳۸۵ کال کې د افغانستان د تعلیمي نصاب متخصیصینو چې د تعلیمي نظارت غړو، ښوونکو د روزنې ریاست غړو او د کابل ښار د څو لېسو تکړه ښوونکو په ملتیا او د (اي ـ جي ـ ار) تعلیمي موسېسې په ملاتړ ېې د هېواد له شپږو زونونو څخه ۱۷۰۰ ټوکه د ماشومانو لپاره د لیکل شوو انځوریزو او ساده يي کیسو ټولګې راټولې کړې او دا کتابونه ېې د بهرنیو متخصیصینو تر څار لاندې وکتل، کره کتنې لاندې ېې ونیول، وې ارزول او پدې اړه ېې لیکوالانو ته اړینې سپارښتنې هم درلودې چې بیا وروسته همدغو کتابونو لپاره په یاده موسېسه کې یو معیاري ډیټابیس هم جوړ شو او دا ټول کتابونه پکې ځای پرځای شول، که څه هم تخصصي، امنیتي او مالي ستونزې لرو، خو پیل ېې راتلونکي لپاره موږ ډېر هیله من کوي، ترڅو د ماشومانو راتلونکی ښه تضمین کړو. د ماشومانو له حقونو څخه یو هم په مورنۍ ژبه د زده کړې چمتو کول دي د فبرورۍ ۲۱ مه او د کب ۳ مه نېټه په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو له لوري د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ومنل شوه او دغه ورځ اوس په ټوله نړۍ کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کیږي چې نېکه مرغه دا څو کال په افغانستان کې هم نمانځل کیږي، له دې معلومیږي چې نړۍ ډېره پخوا د مورنۍ ژبې په ارزښت پوهه شوې ده او مورنۍ ژبه ېې د هر ماشوم انساني او پیدایښتي حق بللی دی. د ښوونې او روزنې ماهرین، د لوړو او لومړنیو زده کړو استادان، پوهان، څېړونکي، سیاستپوهان، مفکرین، ارواه پوهان، پیداګوپوهان او فیلسوفان ټول پدې کې په یوه خوله او یوه غږ دي چې په مورنۍ ژبه نه یواځې یو ماشوم ژر زده کړې کولای شي، بلکې د ماشوم خپله مورنۍ ژبه د نورو ژبو د زده کړې په برخه کې هم ډېره اغېزمنه، ګټوره او خورا ارزښتناکه ثابته شوې ده، په چین هېواد کې هغه ماشوم ته چې په خپله مورنۍ ژبه نه پوهیږي د ګونګ خطاب هم ورته شوی دی، ان تردې چې یو شمېر پوهانو له مورنۍ ژبې څخه د ماشوم محرومیت له ښوونځي څخه د ماشوم د اېستلو په معنا تعبیر کړې ده. په مورنۍ ژبه زده کړه له ماشومانو څخه د سروزرو هغه ټوټې جوړوي چې هېڅ وخت خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي، بلکې ورځ تر بلې ېې ارزښت پورته ځي، د ماشوم په نوښتګرو هڅو، احساساتو او عواطفو کې ډېره اسانتیا رامنځته کوي، نو ښه به دا وي چې په مورنۍ ژبه د ماشوم حق ته نه یواځې په درناوي، بلکې هغوی ته ددغه حق په ورکولو کې خپل ولس او حکومت ته دا قناعت هم ورکړو چې په مورنۍ ژبه درس ورکولو کې هېڅ ډول شاتګ ونکړو، بلکې یو له بله مخکښ واوسو او پدې برخه کې خپل تاریخي مسوولیت ترسره کړو، ماشوم چې په مورنۍ ژبه څه زده کولای شي په بله ژبه کې ېې نشي زده کولای په بله ژبه زده کړه د ماشوم د روحیاتو، وړتیاوو او په ټول کې د ماشومانو راتلونکي سره بدې لوبې کول دي، هغه افغان ښوونکي چې په دواړو رسمي او ملي ژبو حاکم نه وي د پوهنې وزارت دې له داسې ګمارنو څخه ډډه وکړي په ځانګړي توګه هغه ولایتونو او سیمو کې چې د دواړو ژبو ویونکي پکې مېشت وي.

د ماشومانو شخصيت جوړوونکي حقونه

هغه والدین چې پر نفس لوړ باور لري خپلو بچیانو ته د مفاهیمو، اعتقاداتو او مثبتو ارزښتونو په ورښودلو سره هغوی ته په نفس لوړ باور ورزده کوي د درناوي وړ والدین، خپلوان او ښوونکي د ماشومانو لپاره سرمشق او غوره بېلګې دي، ماشومان د ژوند په لومړنیو کلونو کې د لویانو کارونو ته د سرمشق په سترګه ګوري او له هغوی تقلید کوي ان تر دې چې موږ هم خپلو لویانو او مدیرانو ته د سرمشق او بېلګې په توګه ګورو.

ماشوم هیله لري چې یوه ورځ ستاسې په څېر شي، تاسې د هغه ماشوم بت یاست، ستاسو په اړه هېڅ شک او شبه نکوي هغه پر تاسو پوره باور او اعتماد لري، څه شی چې وایئ مني ېې ماشومانه سترګې تاسو څاري، هغوی غواړي چې تاسو غوندې شي او ستاسو اکټونه وکړي، هغوی ېې له تاسو او هغه چاپیریال کې چې دوی ژوند کوي ډېر څه اخلي او خپل راتلونکی له هماغه اخیستلو سره برابروي، څه شی چې اوري سمدستي ېې زده کوي، نو موږ باید د ماشومانو د زړه غوښتنې په پام کې ونیسو، د یوه ملګري په څېر ورته مشوره او ورسره مرسته وکړو، د ښې روزنې لپاره ورته سالمه او خوشحالوونکې زمینه برابره کړو، همدارنګه د ماشوم د ښه او غوره راتلونکي په اړه ژور فکر وکړ، د خپلې او د ماشوم د مفکورې په اړه پرتلیز خیال وساتو، ماشوم مینه غواړي، شفقت غواړي او د نرمو خبرو وس لري ماشوم سره باید هېڅ ډول جدیت ونشي، زموږ ځوانان او پېغلې باید له واده څخه مخکې د خپلو ماشومانو د روزلو او لویولو په اړه فکر وکړي او ورته ټاکلی پلان او پروګرام ولري او همدارنګه په اړه ېې ډېر څه ولولي او وايې وري، د لور او زوی ترمنځ هېڅ ډول توپیر ونکړي، کوم حقونه چې زوی ته ورکول کیږي هغه باید لور ته هم ورکړل شي په ځانګړي توګه د زده کړې، چلند او جامو اخیستلو یا هم جوړولو په اړه، خپلې غوښتنې د خپلو ماشومانو له توان سره برابرې کړو په هغوی باید هېڅ ډول فشار رانولو، د خپلو ماشومانو د ښه راتلونکي او د هغوی د ښې روزنې په موخه شرایط وجاجوو، هر ډول اسانتیا ورته برابرې کړو ماشومان باید هېڅ ډول ستونزو سره مخامخ نکړو، خپل ماشومان باید ډېر وهڅوو، افرین ورته ووایو او دا په ورځ کې ورته په لسګونه ځل تکرار کړو.

ماشومان مه ناهيلي کوئ

په لویانو کې د وېرې اصلي لامل په ماشومتوب کې وژونکي او تبا کوونکي نیوکې دي، کله چې مور او پلار په ماشومانو باندې ناوړه نیوکې کوي، هغوی ژر د ناهیلۍ او د ناکامۍ پر وېره اخته کیږي.

 وېره د ژوند په نورو پړاوونو کې د نورو د عقایدو پروړاندې له حده ډېر د حساسیت درلودو په پایله کې رامنځته کیږي، ارواپوهان وايي: نږدې د ټولو رواني او عاطفي ستونزو ریښه په ماشومتوب کې ماشومانو ته د نازونې، هڅونې، ستاینې، زړه ورکونې او مینې ورکونې دریغ دی، دغه کار هغه مهال رامنځته کیږي چې مور او پلار کله د ماشوم د سمون او کنټرول هڅه کوي او دوی له خپلې مینې څخه بې برخې کوي، په پایله کې ماشوم انګیري ترهغې چې د مور او پلار له غوښتنې سره سم کار ترسره کوم په امن کې یم که هغه ونکړم په امن کې نه یم چې باید داسې نه وي او دا ټول هغه مسایل دي چې ماشوم د ناهیلۍ او ناپوهۍ لور ته بیايي.

پر ماشومانو د ښه نوم حقونه

له هر چا وړاندې د ماشوم په شخصیت جوړنه کې د ماشوم مور، پلار او د کورنۍ نور غړي مسوولیت لري او پر میندو دا دې ماشوم تر ټولو لومړنی اسلامي، افغاني، انساني او شخصیتي حق دی چې یو ښه نوم پرې کېږدي، نوم اېښودل د ماشوم په شخصت، روان، سلوک، طرز او چلند نېغ په نېغه اغېزه کوي، له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دا یو بد دود، فرهنګ، ستره ناپوهي او یا هم بې پروايي ده چې دغې برخې ته سم نه ځیر کیږي، خو کله چې ماشوم د وخت او زمان په تېرېدو سره لویږي او د ځوانۍ پړاو ته رسیږي بیا په خپلې بې پراوایۍ سخت پښېمانه وي، خو هغه وخت بیا له ورخه اوبه تېرې وي، د کلي، کو

څې، چم او ګاونډ خلک او ماشومان پسې ریشخند وهي او ماشوم د وروسته پاتې، خجالتۍ، ګوښه توب او حقارت احساس کوي، دا ماشوم دومره تر بدې اغېزې لاندې راځي چې ورو ورو ملګري پریږدي، درس پریږدي، په عادي خبره عصبي کیږي او هڅه کوي چې کوم ګوښه کنج کې کېني، ځان سره منفي او حقیر فکرونه وکړي او دا ددې لامل کیږي چې کور کې مور او پلار ته هم سرخوږی جوړ شي، ژوند ېې هم خراب شي او نشي کولای چې خپل شخصیت جوړ کړي، نو دا دې مور او پلار دنده او وجیبه ده چې دې برخې ته ډېر ځیر او ویښ واوسي، په خپلو ماشومانو ښایسته، له معنا او مفهوم څخه ډک نومونه کیږدئ او د خپلو ګلونو ماشومانو راتلونکی ښه جوړ کړئ.

د ماشومانو تفريحي حقونه

لومړی: پام کوئ چې ځان په بې هدفه کارونو او فعالیتونو کې روږدی نکړئ، ځکه چې ځان د ماشوم په څېر ځانګړنه لري چې په څه دې روږدی کړ بیا ېې نشې پرېښودی، کېدای شي څوک ووايي چې ایا په ژوند کې تفریح او رخصتۍ ته وخت او ځای نشته، ټوله ورځ باید د کار جدیت وي؟ نه هیڅکله هم نه داسې وضعیت هیڅوک نشي زغملی، مګر کوښښ باید وشي چې ان تفریح او رخصتي هم یو ښه او منلی هدف جوړ شي، د بېلګې په توګه ته غواړې چې تفریح یا هم ساعتېرۍ لپاره یوه کلي ته ولاړ شې او هلته څو ورځې پاتې شې، لدې تفریح څخه به مو موخه لاندې برخې وي:

ـ هلته د بېلا بېلا ماشومانو لیدنه او هغوی سره لوبې کول.

ـ د ښکلو ځایونو څخه ننداره، د تاریخي او فرهنګي منارونو لیدنه.

ـ د خپلو خپلوانو سره لیدل او خبرې کول.

ـ مېلمه کېدل او ډالۍ ترلاسه کول.

ـ خوښي، قدم وهل او د خپلواکۍ احساس کول.

ـ هلته د مشرانو، ځوانانو او خپلو همزولو خبرو ته غوږ نیول، د خبرو حق ترلاسه کول او جرات پیدا کول.

اخځليکونه

۱ـ سبا سترګه مجله، یوولسمه ګڼه، ۱۳۹۴ ل کال، کابل افغانستان.

۲ـ حقپال وردک محمد شفیق، بریالی ژوند، ۱۳۹۴ ل کال، جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۳ـ نیازی څېړنوال رفیع الله، په پښتو ادب کې د ماشومانو ادبیات، مصور خپرندوی بنسټ، ۱۳۸۹ ل کال.

۴ـ شیو کهرا، ته ګټونکی ېې، اکسوس کتاب پلورنځی، ۱۳۹۵ ل کال.

۵ـ صلاحي څېړنوال محمد نبي، ښکلا پېژندنه، د افغانستان قلم ټولنه، ۱۳۹۶ ل کال، کابل افغانستان.

۶ـ عظیمي شرف الدین، د ماشوم روزنې ۱۰۰ اروايي رازونه، اکسوس کتاب پلورنځی، ۱۳۹۵ ل کال، کابل افغانستان.

۷ـ ټیسي براین، خبرې وکړه چې ګټونکی شې، اکسوس کتاب پلورنځی، ۱۳۹۵ ل کال، کابل افغانستان.

Comments
Loading...