د سالمې تربیې عوامل

0 23

ښویالی محمدشفیق شرفزی _

کلونه کېږي چې د ښوونکي په توګه په مقدسه دنده بوخت یم او تل مې کوښښ کړی، چې خپلو زده کړیالانو ته داسې مالومات وړاندې کړم، ترڅو یې سمدواره په خپل ورځني ژوند کې په درد وخوري. زه په تدریس کې تل د ضرورت او موضوع مطابق ټولنیز مثالونه ډېر وړاندې کوم. ماپه یوکتاب کې لوستي وو( هره موضوع چې د روزمره ژوند سره په مثالونو مشتمله وي هغه موضوع په ذهن کې تل پاتې کېږي).

دغه لیکنه مې د تدریس په بهیر کې په تجربو او لاسته راوړنو وابسته ده. د ابتدایه زده کوونکو نه نیولی د پوهنتون تر زده کوونکو پورې د درس، تدریس او د زده کوونکو مختلفو اموراتو پورې لارښوونه کوي.

د دې خبرې ضرورت ځکه مخې ته راغی، چې غواړم هغه لاسته راوړنې چې مې د تدریس په بهیر کې تر لاسه کړي تاسې درانه لوستونکي پرې پوه کړم. عالمان هغه معلومات د لوستونکو مخې ته ږدي، چې هغه د خپلو تجربو، مشاهدو او لاسته راوړنو په رڼا کې تر لاسه کړي وي.

د موجوده ساینس او ټکنالوجۍ په عصر کې، چې هر راز اسانتیاوې برابرې دي؛ خو د والدینو وجایب او وظایف یې هم ننګولي. د کوچنیانو تربیه ډېره حوصله او ډېر وخت غواړي، د میاشتو خبره نه ده بلکه کلونه وخت غواړي. وایې چې د یو کوچني روزل د یو ښار ابادولو هسې وي، چې ورځې، میاشتې او کال نه بلکه کلونه غواړي.

د والدینو لخوا خپلو کوچنیانو ته د تعلیم او تربیي ښودنه دا ښایي، چې والدین باید حلیم او بردبار و اوسي. له هر څه څخه چې موږ ته ډېر ارزښت لري هغه (وخت) دی. والدین باید د هر رنګه مصروفیتونو سره سره د خپلو بچو د تربیي لپاره وخت بیل کړي او د خپلو کوچنیانو د سمې تربیي او پالنې لپاره یې وقف کړي، دا ځکه که د خپلو کوچنیانو سره د تعلق رابطه قایمه وساتل شي دا کار له هغو سره د تربیت او روزنې عمل اسانه او موثره کوي.

ماشوم لکه د موم هسې وي، هغوی که هر شان واچوو هماغسې بڼه غوره کوي او د هغوی دماغ د سپین کاغذ په شان وي که په سپین کاغذ هر څه ولیکو پرې تل پاتې کېږي. دا داسې څه دي، چې تر ډېره وخته بلکه تر ابده د کوچني ملتیا کوي، فلهذا کوښښ باید وشي، ترڅو له ابتدا څخه د کوچنیانو په سالمه تربیه کې صحیح خطوط انتخاب شي او په درسته لاره یې رهنمایي کړي. که والدین داسې ونه کړي نو په اینده کې دې بیا پړه په بل چا نه اچوي، وخت برګشت نه لري او بیا به له افسوس کولو بغېر بل څه راپاتې نه وي.

په ورخ تېرې اوبه بېرته نه جار اوځي

نه جار اوځي تېر ساعت په بېرته بیا

( شاعر)

په هر حال، د کوچنیانو خرابه تربیه او یا د بدې رویې مسؤل والدین دي او دغه ندامت به والدین تر قبره پورې تعقیبوي دا دې څوک نه وایي چې دا د وراثت خبره ده پدې کې د چاپېریال او د والدینو د تربیي دخل ډېر زیات دی. لاندې څو ګټور مالومات شته چې توجو مو ورته غواړم:

جسمي وده

د یو زده کوونکي د ذهني ودې او د ښوونې او روزنې ترڅنګ د هغه جسمي ودې او صحت ته توجو اړینه ده؛ ځکه، چې سلیم عقل په سالم بدن کې وي(Sound mind is in sound body) دې ټکي ته توجو نه کول زده کوونکی د رنګارنګ ناروغیو ښکار کېږي. وایي چې تندرستي له ټولو بهتر لباس دی او جهالت تر ټولو دردناکه مرض دی. له ټولو لویه سرمایه صحتمند وجود دی. حقیقت دادی چې د صحت څخه بغیر انسان ته راحت او سکون نه شي میسر کېدی.

غرض مې دادی، چې صحت د الله (ج) لخوا لوی نعمت دی. تاسې وګورئ الله(ج) زموږ د وجود ماشین جوړ کړی چې د ټولو غړو ساتنه په درست شکل سره کوي، الله تعالی د انسان اصل او بنیاد (صحت) جوړ کړ، ناروغي خو د انسان بدنظمي، بې ترتیبي، جهالت او په خپل ځان د ظلم په سبب پېدا کېږي. زموږ بدن کې د الله(ج) په قدرت سره داسې نظام جوړ دی، چې ډېری وړې ستونزې او اختلالات په خپله حلوي. او کله چې د وجود بدنظمي زیاتېږي نو بیا بدن هم فریاد کوي او کرار کرار صحتمند جسم ناروغه کېږي او بیا انسان فکر کوي، چې ګواکې کوم ګرانبها او ارزښتمند شی یې له لاسه ورکړی. د رڼا ارزښت سړي ته په تیاره کې مالومېږي، همدارنګه انسان ته د خپل صحت قدر په هغه وخت کې راځي، چې کله د مختلفو ناروغیو ښکار شي.

مشقت اسانه کول

کوچنیانو ته مشقت او محنت باید اسانه شي، د دوی په اذهانو کې باید دا خبره وویل شي، چې حرکت کې برکت دی او لټي تنبلي باید ونه شي، ټولې چارې باید ښه په شوق او ذوق سره تر سره شي، انسان باید تل په حرکت او جدوجهت کې وي او د ژوند یو نوم مسلسل حرکت دی. اوبه چې تر څو په حرکت کې وي تازه وي خو که په ځای پاتې شي ډنډ ترې جوړېږي او بیا وروسته خوسا کېږي او بدبوی کوي.

که تاسې کوچنیان پُر مشقته او خواري کښه وروزئ نو هغه به حوصیله مند او سخت ځانه ستر شي او د هر رنګه حالاتو سره به په زغرده او مردانه ګۍ سره مجادله وکړي، خو که مو په اسانیو سره وروزو او د چلنجونو سره مو مخامخ نه کړ او هر وخت مو د هغه هرې خواستې ته په افراطیت سره لبیک ووایه نو ممکن چې دا حساسیت تردې حالته ورسېږي، چې وخت به داسې وي، چې د ټولو سهولیتونو سره سره به متوقع چارې نه شي سنبالولی او که پرې زور او فشار راوړې، نو بیا خو خپله پوهېږئ، چې په زور کلي نه کېږي. دغه راز طرز عمل د خپلو کوچنیانو سره محبت او شفقت نه بلکه پر دوی په اصل کې لوی ظلم دی. شاعر وایي:

په خوله قهر په زړه مهر زوی ته وایه

څه ښه وایي! چېرته ډب هلته ادب

د نن سبا کوچنیان ډېر سهولت پسنده او آرام طلبه شوي دي. که لږ فشار پرې راوړو نو سمدواره فریاد کوي( مورې غاښ….مې درد کوي… زه ښوونځي ته نه شم تللی) او ددې درد علاج یوازې دادی چې کور کې پاتې شم، چې بیا کرار کرار دا درد زیاتېږي او ماشوم له ښوونځي زړه تورن شي.

یوه ټوقه دې هم پکې وي، وایي یو پلار خپل نازولي زوی ته وایې:

پلار: زویه! څنګه دې خوښه ده پیاده ښوونځي ته ځو که په باسیکل؟؟؟

زوی: څنګه چې دې خوښه وي پلار جانه که پیاده ځې نو ما به په ولو کښېنوې! فرق نه کوي.

د کاهلۍ او لټۍ څخه یې بچ ساته

سستي یوه عالمګیره او ناوړه ناروغي ده، کوم چې د صحت لپاره د یو قاتل داسې ده. د سستۍ او لټۍ ښکار شوي خلک د ناتوانایې ښکار کېږي او داسې ورځې پرې هم راتلی شي، چې د رنګارنګ ناروغیو کوربه شي.

د سپورټ ارزښت

د انسان ذهن هیڅ کله نه ستړی کېږي، هغه تل په مستقل ډول باندې په غور او فکر مشغول وي، مګر په یو نکته زموږ ذهن نا توانه دی، ګرچې د هر انسان استعداد مختلف وي، مګر هر یو لپاره یو داسې مقام او موقعیت ضروري وي، چې پکې خپل ځان د کامیابۍ او برقرارۍ په لوري وڅښوي.

د آرام کولو له ارزښته خو موږ ټول اګاه یو، پوهېږو چې ورزش خو هسې هم صحت ته ګټه رسوي. د داسې ورزش کوښښ دې وشي، چې هدفمنده او مانا داره وي، او د بدن ټولو عضلاتو ته یې ګټه ورسېږي. دلته د ورزش د ارزښت په سلسله کې دا هم یادول غواړم، چې په ورزش کې په ظاهري ډول به موږ یو ساعت یا نیم ساعت ضایع کوو، خو ځینې خلک شاید داسې ووایي، چې دا ساعت یا نیم ساعت باید په نورو کارونو ولږو تر څو مو پرې خپل نیمګړي کارونه تکمیل کړو، اماّ په حقیقت کې داسې نه ده؛ ورزش کاران پدې خبره ډېر ښه پوهېږي، چې ورزش ددوی جسمي او ذهني توانایي غښتلې کوي او همداشان د هغوی په نقل او حرکت کې هم چُستي راځي، داسې چې یو بې ورزشه شخص هغه کار په یو ساعت کې ترسره کوي نو ورزش کار یې ممکن په نیم ساعت کې ترسره کړي او تر ډېره به په یو حالت کې وي او نه به ستړی کېږي.

د سپورټ په باره کې د خبرو نه وروسته داهم د یادولو وړ ده، چې لمونځ، تلاوت، ذکر او اذکار هم ضروري رکن دی.

ارواپوهان به شاید زما دې خبرې سره موافقه ولري، چې د انسان لپاره وړې وړې دمې او وقفې په کارونو کې ضروري دي، که هغه کمپیوټر ترشا ناست وي، تعلیم کوي او یا په کوم بل کار مصروف وي.

ذهني وده

د جسمي ودې په څېر ذهني وده هم ډیر ضروري ده، د ژبې وده هم د ذهني ودې یو ضروري اړخ دی. توجو، د تعلیم زده کړه او دلچسپي هم د دې مهم موضوعات دي، چې توجو کول ورته ضروري دي.

د ژبې وده

په وړوکتوب کې خبرې اترې او د ادابو زده کړه د کوچنیانو لپاره ضروري ده، ځکه چې بیا ټول عمر په همدې روش چلېږي. د کوچنیانو د خبرو اصلاح لپاره د دوی پر وړاندې د ښو خبرو او په خورا شایستګۍ سره خبرې کول او ښه الفاظ انتخابول پکار دي. د کوچنیانو ماحول پاک او ستره ساتل ضروري دي. دغه حقیقت درک کول پکار دي، چې د ژبې د فصاحت لپاره سازګار چاپیریال ضروري دی عربو دا حقیقت درک کړی وو نو ځکه یې خپل بچي په دغه وخت کې د ښاریو د ګڼې ګوڼې څخه اطرافو او خاموشه چاپیریال ته استول.

که کوچنیانو ته د بلې ژبې زده کړه ورکوئ نو د دې لپاره هم یو مشخص چاپېریال پکار دی، ترڅو د بلې ژبې زده کړې زده کړه اسانه شي. او د دې کار لپاره د ژبې د زده کړې ښه میتود( Direct Method) دی. د کوچنیانو سره خبرې اترې او د خبرو موقع او محل ښودل هم ضروري دی، چې چېرته، کله، کومې او څنګه خبرې کول پکار دي او کله خاموشه ناسته ضروري ده. د خاموشۍ تلقین هم پر خپل ځای یو ضروري او د بحث وړ مسئله ده، چې باید کوچنیانو ته پرې پوهاوی وشي.

حاضر دماغي (توجه)

د علم د زده کړې لپاره یکسویي او توجو خورا اړینه ده، یانې ذهن د یو بادشاه مثال لري، چې ډېر ارام طلبه وي. یا یو داسې سرکښه اس مثال لري، چې د توجو د تمرکز په نه صورت کې فوراً تښتي، چې بیا راوستل یې سخت وي او وخت غواړي.

دغه چاره د انسان دماغ غیرحاضروي، یانې جسم یې حاضر وي او روح یې غیر حاضر وي، پدې وخت کې د نسان جسم له ذهن سره رابطه قطع کوي، چې بیا هغه شخص نه څه زده کولای شي او نه ورته دا خبر وي چې شاوخوا یې څه روان دي. نو پکار ده چې کله تدریس کوو یا خپلو کوچنیانو سره خبرې کوو باید پوه شو چې د هغوی توجو مو جلب کړې، که داسې نه وي نو اول دې توجو جلب شي بیا دې کوچني سره خبرې وشي.

اورېدل

د اورېدلو ښه کول او په درست شکل رسول ډېر ضروري دي. اورېدل مازې غوږونو ته د غږ رسول نه دي بلکه د اورېدو سره سره توجو سره اورېدل اړین دي.

کوچنیانو ته د کوچنیوالي څخه د اورېدلو روزنه ورکول اړین دي، زموږ د ټولنې دا رواج دی، چې په خپل ذهن کې ځای شوي خبرو باندې غور او ترکیز کوو او د نورو خبرو ته چندان غوږ نه ږدو، د شروع له جملې څخه مو دا فکر وي چې( زه باید څه ووایم). دلته د انګیزې په طور د هټلر هاغه قصه ضروري بولم چې: وایي چې نړیوال جنګ کې د هټلر ساتونکي د خپل امر د اطاعت مطابق د ښه فکر کولو وروسته د یوې منصوبې په موخه د بل هېواد نماینده سره په تیلفون خبرې کولې، د خبرو ملاحظه یې څه پدې ډول وه:( No, No, No, No, No, یوځل یې وویلYes  بیا یې وویل No, No, No, No, No,) خو د هټلر د ساتونکي ټول ځواب باید No وی خو چې په منځ کې یې یوځل yes وویل پدې سره هټلر ورته له غوسې تک سور شو او ورته یې وویل ما درته ویلې وو چې ټولو خبرو ځواب په( نو ) سره ورکړه نو تا ولی په منځ کې د (یس) غږ وکړ؟ نو سکرتر یې ځواب ورکړ چې د خبرو په جریان کې هغه وویل چې «زما اواز اوری؟» نو ما ورته وویل (یس) او نور ټول ځوابونه زما په( نو) سره وو. یانې په خپل ذهن کې د موجوده خبرو کولو لپاره د بل په خبره منفي قضاوت کول درست نه دی( خبره واوره بیا حکم یا فیصله وکړه).

عقل په کار اچول

عقل او پوهه د الله رب العزت لوی نعمت دی، نو  ددې شکر اداکول ددې په ښه استعمال سره دی. که یو څوک پر ځان بخل وکړي او خپل عقل څخه درست کار وانخلي نو دده پوهه او عقل داسې مانا لري لکه بلا تشبه چې په خره کتابونه بار وي. عقل چې څومره استعمال شي زیاتېږي او د انسان استعدادونه ورسره غوړېږي.

تجسس

د تجسس(Curiosity ) ماده په هر انسان کې وي. که انسان ته په خپل چاپېریال کې داسې شی پېدا شي، چې هغه پرې پوه نه شي نو بیا له خپله ځانه پوښتي. دا به څه وي؟ دابه څه شی وي؟ دا ولی داسې دی؟… ؟؟

په کوچنیانو کې د تجسس ماده ډېره زیاته وي. کوچنیان د هرې واقعې او هر شي په باره کې ځان پوهول غواړي، په دوی کې د ځان پوهولو خواهش زښت ډېر وي او تل د یونه یوشي په جستجو کې وي. دا هغه څه دي چې د کوچني په پرمختګ او ترقۍ کې خورا ارزښت لري او ددې مثبت استعمالول پکار دي. کوچنیان د پوښتنې پر وخت باید تهدید نه شي او له پوښتنې کولو منع نه شي او ځواب یې باید په تشویقي شکل ورکړ شي. فرانس بیکن(Francis Bacon 1627) وایی څوک چې زیات پوښتي هغه زیات پوهېږي او زیات تسکین حاصلوي. په کوچنیانو کې د تجسس جذبه پیدا کول او د هغې مثبت استعمالول زښت ګټور او د علم په پرمختګ کې مرستندویه توکی دی.

د مطالعې مېل

کوچنیانو کې د مطالعې مېل او علاقه پېداکول پکار ده. مطالعه د ژوند علامه ده، او د مطالعې څخه لرې والی انسان ته د مرګ داسې وي. د مطالعې پر مټ علمې پرمختګ منځ ته راځي او ددې پر مټ انسان د کامیابیو پر زینه مخ بره خېژي. کتاب بهترینه دوست دی او ددې په حاصلولو سره انسان سرشاره کوي.

داسې ونه شي چې خدای مکړه د کوچنیانو د مطالعې څخه نفرت پېدا شي، لکه څنګه چې زموږ ټولنه کې رواج دی کله چې کوچنی کتاب غواړي نو مور او پلار د دې پرځای چې کتاب ورته ورکړي ویې ترټي.

داسې نه شي چې یوه ورځ یو ماشوم له خپله پلاره د یو قاموس غوښتنه کوي نو هغه ورته تر یوې اونۍ رانوړي بله اونۍ ترې د یوبل کتاب مطالبه وکړي نو پلار ورته په غصه شي او ورته وایي، چې هغه اولنی کتاب اول مکمل کړه بیا به درته بل کتاب راوړم. ماشومانو ته د کتاب په راوړلو کې رخه مه کوئ!

د عملي میدان انتخاب

د کوچنیانو په نفسیاتو باندې اګاهي حاصلول خورا اړین دي. والدین باید د کوچنیانو صلاحیتونه او دلچسپي مدنظر نیولو لپاره د ښوونې او روزنې صحیص انتظام پکار دی. زموږ په هېواد ګران افغانستان کې معمول داسې دی، چې د بل اولاد ګورو د هغو چال چلند ته په کتو د خپل اولاد مستقبل ټاکو. د بیلګې په ډول د کمپیوټر دور دی، نو هر چا خپل اولاد د کمپیوټر په رشته کې شاملولو هڅه پېل کړه، چې دا نهایې غلطته پرېکړه او طریقه ده. د کوچنیانو خواهشات، دلچسپي او فردي اختلافات په نظر کې نیولو سره باید په عملي میدان کې د دوي انتخاب د دوی په خوښه کول پکار دي. په دې سره کوچنیان په ښه شوق او ذوق سره د خپلې خوښې رشتې کې زیار باسي او د کامیابۍ تر سواحلو ځان رسوي، خو که د والدینو په خوښه او د هغوی په زور یوه رشته تعقیب کړي، نو دابه مازی د وخت له تېرولو بل څه نه کوي او کوم مقام او کامیابي به ترلاسه نه کړي.

حقیقت سره اشنایي

تصور زموږ د ادراکي تجربو زېږنده ده، کوم چې موږ د یو شي یا فرد پورې وابسته کوي. تصور په حقیقت کې ډېر خوښوونکی یا بلمثل ویروونکی وي. په اول وختونو کې د کوچنیانو تصوراتو باندې پوهېدل مشکل وي، هغه ډېر فکر کوي او د هرشي په اړه غواړي پوه شي. د هغوی تصورات جدي وي هغه د ښه او بدو د تصور په اړه هم ډېر فکر کوي، خو په تدریج سره ورسره اشنا کېږي.

دا کار خورا اړین دی، چې هغوی پوه شي چې اشتباهات له هر انسان څخه کېږي او هیڅ شخص معصوم کېدی نه شي. والدین باید اولاد ته دا ووایي چې له دوی څخه هم اشتباه کېږي، خو ښه انسان هغه دی چې خپلې غلطیانې ومني او  د حل لارې ورته پېدا کړي. توی شوي شیدو پسې اوښکې تویولو پرځای ښه داده چې په آینده یې فکر وکړې چې بیا دغه شان غلطي ونه شي.

د ازادۍ اظهار

باید د کوچنیانو، له والدینو سره د ازادانه فکر د تبادلې روزنه وشي، بلخصوص که له کوره د بهر خبرې کوي نو باید خبرې یې په غور سره واورېدل شي. که یې څوک تنګوي نو د پوهولو اسباب دې ورته ولټول شي، نو خدای مکړه داسې نه شي چې مجرمانه ذهنیت لرونوکو او جرایم پېشه افرادو ماشومانو د لاس اله شي.

څوک د حسد او رقابت له امله د کوچنیانو پر ښوونې او روزنې منفي اثرات اچولو کوښښ وکړي او داسې (بلک میل) یې کړي چې ددې شخصیت د خاورو سره خاورې کړي او د خپلو ناوړو ګټو ښکار یې کړي.

کوچنیان باید داسې وروزل شي چې بیرون کوم کړنه ترسره کړي نو په کور کې خپلو والدینو ته بیدون له ویرې ووایي او دا ویره ونه لري که چېرې زه دا خبره کور کې وکړم نو سزا به راکړل شی، بلکه هغه په ازدانه ډول خپل معاملات د والدینو سره شریک کړي. که نه نو بیا کوچنی  ممکن د داسې حالاتو سره مخامخ شي، چې دده جسمي، ذهني، احساساتي او ټولنیزه وده تته کړي.

د ښکلا ذوق

کوچنیان باید په صاف او سوتره چاپېریال کې و روزل شي. دوی باید داسې رهنمایي شي، چې ددوی په بدن کې د حسن، ترتیب او تنظیم وده وکړي او په دوی کې جمالیاتي ذوق او پاک طبعیتي پېدا شي.

په دوی کې د شیانو په درست شکل ایښودلو خاصیت پیداشي. د حسن او جمال د انحصار په موخه ښکلی لباس وانغوندي، بلکه ور وښودل شي چې حسن دا نه دی چې ښکلی لباس واغوندو بلکه حسن د ترتیب او منظمې سلیقې نوم دی انسان باید د سُتره لباس سره سره خپل اخلاق او افکارهم پاک وساتي.

سړی په رنګ نه سړی کیږي

سړی هغه دی چې یې خوي د سړي وینه!

Comments
Loading...