ډاکټر سعیدي: دعوت په خپل دعوت او رسالت کې د افتخار وړ او د میډیا د کورنۍ یوه بامسؤولیته برخه ده

ډاکټر سعیدي: دعوت په خپل دعوت او رسالت کې د افتخار وړ او د میډیا  د کورنۍ یوه بامسؤولیته برخه ده او د لمر حیثیت لري

: دعوت په خپل دعوت او رسالت کې د افتخار وړ او د میډیا  د کورنۍ یوه بامسؤولیته  برخه ده  او د لمر حیثیت لري. هغه لمر چې د هغه په راختو سره د نورو ستورو  وجود کم رنګه او يا ډېر ضعیفوي.

زه د دعوت د ویبپاڼې سره له  یوې لسیزې زیات ډېر کلک روابط او علایق لرم او د دې پاڼې او نشراتو نه مو پوره پوره ګټه اخېستې او په ټولنه کې د هغې مقام ستر او د افتخار وړ بولم او دی.

الله (ج) دې د دعوت ټولو کارکوونکو او تنظیمونکو  ته او په ځانګړي توګه  جناب محمد طارق بزګر تاسې ته اوږد عمر، کامل صحت او نورې بریاوې په برخه کړه. ستاسې با مسؤولیته او ستر تنویري کار د الله (ج) او افغان ملت، افغانستان او انسانیت په ګټه، سولې او ښه تفاهم په ګټه،  د قدر وړ، انشاء الله د ستر اجر موجب او ستر کار دی.

اجازه راکړئ ستاسې نه د حق دلارې د کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژیک مرکز د علمي شورا په نمایندګۍ او د ځان لخوا مننه او قدر داني وکړم. الله  ( ج) مو نور هم  کامیاب او بریالي لره.   ومن الله التوفیق

Categories: دعوت خپرونه