میرمن شکریه بارکزۍ : زه غواړم تاسو نه مننه وکړم په دا ستر خدمت چې تاسو یې کوۍ

میرمن شکریه بارکزۍ د دعوت د ۲۹مې کلیزې په ویاړ:

زه غواړم تاسو نه مننه وکړم په دا ستر خدمت چې تاسو یې کوئ

ډیر وخت نه کیږي چې زه ووایم چې د دعوت لوستونکي یم. اول غواړم چې مبارکي یې تاسو ته ووایم ځکه چې هر ادبي او کلتوری فعالیت د هېواد نه د باندې ډیر سخت دی ډیرې ستونزې لري دننه په افغانستان کې یې هم لري خو بهر ډیر دی زما له پاره د خوشالۍ ځای همدا وو چې په هره صفحه کې یو نوی، نوم او یو نوی فکر سره اشنا کیدم سربیره پردې چې هغه پخواني لیکوالانو، شاعرانو او سیاستوالو نومونه هم وو، زما له پاره دا ډیر د خوشالۍ ځای دی، اوس مې پریږدۍ چې لږ رښتیا هم ووایم بی بی سی فارسي چې وینم کله ناکله فکر کوم چې ولې دا د ایران خلک هر چیرته چې دي د پوهنتون استادان دي یا څومره څه لري او افغانان څه نه لري. مګر ستاسو نشریې دا راته وښودله چې نه، موږ یې هم لرو خو متاسفانه داسې چینلونه نشته چې خلک دعوت کړي او وخت ورته ورکړي چې دوۍ خپل نظریات وړاندې کړي او بل د خوشالۍ خبر دا وو  چې نوي ځوان لیکوالان ستاسو د نشریې له خوانه معرفي کیږي دا زما له پاره ډیر د خوشالۍ ځای دی یا کیدای شي چې زه ډیره د خارج نه لیرې وم دننه وطن کې وم نو ډیر به د دې  نه خبره نه وم چې زموږ څومره ملي، او معنوي شتمنۍ د هیواد نه بهر دي دا زما له پاره فکر کوم یو کلیکسیون د افغانستان د ګټو او ملي شتمنیو، څیرو او ملي څيرو نه دی چې باید درنښت یې وشي او باید خلکو ته وروپیژندل شي زه غواړم تاسو نه مننه وکړم په دا ستر خدمت چې تاسو یې کوئ.

دا پیغام د دعوت به ۲۳۴ – ۲۳۵ مه ګنه کې خپور شوی دی

Categories: دعوت خپرونه