له دعوت سره د ملگرتوب له پيله تر نن/ ډاکتر جمشېد سمون

د دعوت خپرونې د ۲۹مې کلیزې په ویاړ

ډاکتر جمشېد سمون

د ۲۰۱۷ ز کال د اکتوبر دولسمه

مسکو ــ  روسيه

له دعوت سره د ملگرتوب له پيله تر نن

له هماغه پيله مې چې دوه اونۍ وړاندې ښاغلي او منلي ژورناليست درانه ورور محمد طارق بزگر راته په نږدې راتلونکي کې د دعوت د ۲۹ــ مې کاليزې او په هکله يې د نظر او يا څه ليکلو پوښتنه مخته کښېښوه، له آره نيت دا ؤ چې د بڼې او منځپانگې له مخې به  له ما سره د دعوت چاپي بڼې په شتو څو گڼو او همدارنگه د دعوت وېبپاڼې په هکله، چې لوستونکی او مينه وال يې يم،  خپله ارزونه کوم، خو له يوې خوا د خپلې لټۍ له امله چې تل د نن کار راڅخه سبا او بل سبا ته پاتې وي  او له بلې خوا  ورځينی فزيکي مصروفيت د دې لامل شول چې له پورتني درانه پېټي اوږه سپکه او په دې هيله چې د دعوت ۵۰۰۰  تيراژ درلودونکي چاپي خپرونې او په شپه او ورځ کې  د کم وډېر  ۱۰۰۰۰ ليدونکو دعوت وېبپاڼې ځيرمنه او بې پرې ارزونه به نورو دوستانو هرومرو کړي وي، له دعوت سره د خپلې ملتيا او پر دعوت د روږدېدو کيسه تېره کړم .

پوره يوويشت کاله وړاندې کله چې شمالي ټلواله  د کابل ښار پرېښودو ته اړايستای شوه، په دغه ښار کې د لوړو زده کړو موسسې او ښوونځي د ((طالبانو اسلامي امارت )) لخوا،  تر ((امر ثاني)) پورې  وتړل شول .

د طبي زده کړو د وروستي کال  وروستۍ مياشتې مو وې، زموږ د ټولگيوالو لخوا ، د کابل  طب انستيتوت  او په تېره بيا د وروستي کال د محصلينو  د زده کړو د بیا پيل کېدو هلو ځلو، له ((مشر ملا صاحب)) پرته  نورو ټولو اړوندو لوړپوړو چارواکو ته مراجعو څه گټه نه درلوده او ځواب به بيا هم هماغه د راډيو له لارې د ((امر ثاني))  اعلان ته انتظار ؤ .

يو عجيب و غريب ترينگلی او نا هيلی  حالت   منځته  راغلی و،  ټول ټولگيوال مو کورونو ته ستانه شول. ښايي ډېرو به ځان ته بوختياوې پيدا کړې وې، يو له بله  چندانې نه خبريدو ، د اوس په څېر  د اړيکو وسايل  نه ول .

له خپل مسلک سره د بې کچې مينې او د صميمی دوستانو ډاکتر صاحب  روح الله ساپي او  ډاکتر صاحب

جان محمد اپريدي په هڅونو او ټينگار مې  په سروبي ولسوالۍ کې کتنځای پرانيست .

د شپې لخوا د اوسېدو لپاره د يوې کوټې په لټه کې شوم  چې دوو اخلاصمنو مشرانو چې په برېښنا رياست کې يې دندې درلودې، د دغې موسسې د مېلمستون په يوې کوټې کې د اوسېدنې راته وويل، د برېښنا  او اوبو  ستونزه مې حل وه. د اوسېدو لپاره د کوټې د تيارولو او پاکولو پر مهال مې سترگې پر دعوت خپرونې ولگېدې، هېر مې دي او نه يې شم ويلای چې د کړکيو هندارو ته  سرېښ  او که هسې  له کړکۍ سره پراته ول.

له دولس ــ ديارلس کلنۍ څخه د چاپي خپرونو او کتاب ملگرتوب پالم . هغه د کابلي انډيوالانو په خبره  ((مشکل پسند)) هم يم. د نجيب الله د واکمنۍ د وروستيو کلونو، د ((مجاهدينو)) او د طالبانو د واک پر مهال نامعيارو، کليشوي، بې خوندو، پيکه، بې مضمونو، او شعاري  خپرونو د لوړ  ذوق د څښتنانو تنده نه شوای خړوبولای او هغه د چا خبره د فکر باز يې د دوی پر څانگو  نه شوای کښېناستای. دغه مهال مو پر څو محدودو په لوړ معيار، بې پرو او کره  چاپي او غږيزو خپرونو د ذوق تنده ماتوله : له مسکوه  ((ليمه))، له لندنه  ((ډيوه)) ، له پېښوره ((ليکوال)) ،په کال کې يوه – نيمه گڼه د ((شمشاد)) او بيا راوروسته  ((هيلې)) مجلو، د بي بي سي او امريکا غږ  راډيويي خپرونو.

د دعوت په تندي ليکل شوي متن (( اسلامي، خپلواکه، علمي، سياسي او فرهنگي  خپرونه))، په زړه پوريو، ناپېيلو او تر ډېره په کره ليکدود ليکنو او غني منځپانگې يې خوند راکړ، ډاکتر صاحب روح الله مې چې د کوټې په منظمولو کې راسره مرستندوی و، بې له ځنډه وپوښته:  چې دا به له کومه شوی وي؟

هغه د عادت له مخې چې د پوښتنې ځواب يې هم بېرته پوښتنه وه، راغبرگه کړه : (( ولې دعوت دې پخوا نه ؤ لوستی؟ طارق بزگر نه پېژنې؟ د انجنير صاحب نجيب  دوی خپل دی، په ناروې کې اوسي او دعوت له هاغه ځايه رالېږي، دلته مخکې په دې کوټه کې د يوې موسسې انجنير صاحبان اوسېدل، شايد انجنير صاحب نجيب دلته ورته راوړي وي )) .

څه موده وروسته چې د خپلې سپېڅلې روږدتيا او د ځينې کتابونو او ضروري موادو د پېرودنې لپاره د پېښور په کتابپلورنځيو گرځېدم، نو د خيبر بازار په ((سعيد بک سټور)) کې مې په دعوت خپرونه بيا سترگې روڼې شوې. هلته د کتابپلورنځي يو کارمن ؤ، ښه ښکلې  غټه تکه توره ږيره يې وه، ما به صوفي صاحب باله، له لهجې دی هم د برې پښتونخوا (افغان) ښکارېده، د نورو په پرتله  يې له برنو سره  په ښه چلند کې جوت توپير ليده محسوسېده. ما ورته ویل دغه دعوت  خپرونه تاسې ته څوک راوړي ؟ ويل ولې، خير خو به وي؟  ما وې هسې، پوښتنه مې کوله چې څنگه کولای شم ويې وينم، صوفی صاحب چې زما په بې خطرۍ پوه شو نو ويل (( دا خو ډاکټر صاحب بزگر راوړي، که غواړې  زه به يې د دفتر د ټليفون نمبر درکړم ، پته به ترې واخلې او ورسره ملاو به شې.)) د ټلیفوني اړيکې په مټ مې د پېژندگلوۍ ترڅنگ له ښاغلي ډاکټر صاحب محمد فريد بزگر څخه د دوی د کارځای په ((آبدره روډ)) کې د ORA  دفتر پته هم واخيسته او په همدا لومړي ليده کاته کې يې د مينې او زښتې مهربانۍ د څرگندولو تر څنگ د دعوت خپرونې په څو وروستيو گڼو او همدارنگه   د ORA اوKOR  نادولتي موسسو د گڼو خپرونو او کتابونو په راکولو ښه پوره وقدرولم .

راوروسته به هم، چې کله د لويې پښتونخوا  ژمني پلاز ته ورکوز شوم نو د ډاکتر صاحب بزگر د ORA له دفتر، د هېوادمل صاحب د WUFA دفتر، د ښاغلو پیرمحمد کاروان، استاد باجوړي، عبدالهادي هادي او احمد تکل د بي بي سي د تعليمي ډرامو دفتر، د ښاغلي نورالبشر نويد د ((ليکوال)) دفتر، دانش کتابپلورنځي او ((آسيا سافټ)) له دفترونو مې خامخا د تازه خپرونو د ترلاسه کولو لپاره د کتنې او دورې هڅه کوله او تل د دوی له مهربانيو برخمن وم .

مسکو ته له کډوالې سره مې هم له نېکه مرغه د دعوت خپرونې له پازوال، نوموتي ژورناليست او مهربان اجتماعي شخصيت ښاغلي محمد طارق بزگر سره تر دې دمه بې اړيکو پاتې شوی نه يم. د دعوت  په پېرزوينو  ترې خوښ او منندوی يم . رب ج دې يې زموږ له پراخ کوره څخه نه کموي، فکر او قلم يې همداسې سپيڅلی، تاند او منلی غواړم.

 

دا لیکنه د دعوت په فوق العاده ګڼه ۲۳۴-۲۳۵ کې خپره شوې ده

Categories: دعوت خپرونه

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.