زه او دعوت، 23 کاله د مخه! /سردارولي پښتون زوی

ما هم د نورو لالهاندو افغانانو په څېر؛ سترګي د کډوالۍ پر مهال په پردي وطن کي روڼي کړې. ستونزي، بې وطني پرديتوب او نور ډول-ډول ذهني شکنجې د هري ورځي مهال وېش وو.

۱۹۹۴ع کال زما د پاره ځکه خوښ کال دئ چي زه په لومړي ځل په اول نمرګۍ سره دريم ټولګۍ ته بريالی سوم، او په ټوله ښوونځی کي به فاتحانه او مغرور ګرځېدم!.

دا ابتدايه ښوونځی د بلوڅستان [ پاکستان ] د پښين اولسوالۍ سرانانو نومي کمپ کي وه/ده، چي اوس د جمالدين افغان ليسې يا ۱۵نمبر ښوونځی په نامه يادېږي.

دا چي ددې تعليمي نصاب چلښت تر اوسه پوري د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره کوي، نو به ئې څارونکي تل د همدې ادارې وه، يوه ورځ يو څارونکی له يوه بهرني سره ملګری ټولګۍ ته راغلل او زموږ ښوونکی ته ئې د بهرني تر مخ د يو زده کوونکي څخه د پوښتني غوښتنه وکړه. ښوونکي ماته د دوديز سبک له مخه د پښتو کتاب د يوې پاڼي د متن ويلو وويل؛ چي بايد په لوړ ږغ وي. ما هم هغه پاڼه په خوند وويل، بهرني فکر وکړ چي ده لکه چي همدا څو پاڼي ياد کړي؛ په لاس کي ورسره مجله ماته راکړه او په ژباړن ئې راته وويل چي له دې مجلې څه ووايه، ما چي د مجلې پر تندي لومړۍ کرښه وويل، ټولو ته ئې خوند ورکړ، کرښه کي ليکل سوي:

“د دعوت خپلو درنو لوستونکو ته د خپل څلورم نشراتي کال مبارکي وايي”.نوري پاڼو کي هم پوښتنه وسوه خو هره پاڼه چي به ئې وښوول، لکه بلبل داسي به وږغېدم.

وروسته څو نور ټولګيوال هم وپوښتل سوه، خو په مجله څوک نه جګېده. بهرني کس له وتو سره هغه مجله ماته د انعام په ډول راکړه چي تر ښوونکي پوري د ټولو خولې اوبه ورته کولې.

ښوونځی، کلي او کور کي اوازه وه چي سردارولي ته ئې انعام کي [کتاب] ورکړی، هغه هم يوه بهرني! ځکه مو کتاب باله چي هغه وخت کي موږ مجله او کتاب نسوای سره بېلولای.

دا مجله د [دعوت] درنه مجله وه چي وروسته نو دې مجلې راته د ملي هنداري ارزښت لاره او تل به مي په کور کي په خورا سينګار ډول ساتل، کلونه تېر سوه، يوه ښوونکي مي راته وويل چي هغه ستا سره مجله د څو ورځو د پاره راکړه، مجله مي په ورين تندی ورکړه، خو مجله مي بيا ونه مونده او ښوونکي به راته وويل چي زه به بيا بله درته راوړم، اټکل تر اوسه پوري غواړم له هغه ښوونکي خپل روا حق وغواړم خو ښوونکي مي لس کاله وړاندي ومړ او زما د ژوند دا غوښتنه د تل د پاره رد سوه!

دا لیکنه د دعوت ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپور شوی دی

Categories: دعوت خپرونه

Tags: