د دعوت ۲۹م پسرلی / قریب الرحمن سعید

د هیواد په سخت پیچلیي، د ناورینو او نانندریو ډک تاریخ کي، نژدی ۲۹ کله مخته د نومبر په میاشت کي ، ددعوت تر نامه لاندي، محترم  طارق بزګر، د خپلو او د خپلو مینوالو د احساساتو د بیانولو، څرګندولو، او د هیواد د سیاسي او ټولنیزو حالاتو څخه د عامو ولسي وګړو د خبرولو په خاطر، د فقر او بي وطنۍ په فضا کي، د ناروي د هارایډ څخه، میاشتنۍ خپرونه پیل کړه. دا په داسي حال کی چي نه هغه وخت کمپيوټرونو ته دومره وده ورکړل شوي وه او نه د اوس په څیر د لیږد رالیږد اسانتیاوو شتون  درلود او نه دغه ډول نور کمپیوتري او یا تیلیفوني سهولتونه شتون درلود. یواځنی وسایل چی تري ګټه اخیستل کیده د فکس ماشین او یا هم د پوستي خط وه. د فکس د ماشین سهولت هم ډیر کم  میسر و.

 زما یاد دي چي محترم بزګر صیب به د خپلو ورځنیو کاري مصروفیتونو ترڅنګ د شپي تر ناوخته پوري په پوسته کي راغلي لیکونه، شعرونه او مضمونونه پخپله تصحیح او ټایپ کول او بیا به یی په خپله میاشتنۍ خپرونه  کي د خپریدو له پاره اماده کول. هغه وخت دغه څیړنیزه سیاسي ټوله به لمړۍ  چاپ او بیا به  ټولو مینه والو ته د پوستی له لاري  ور لیږل کیده، چي پوستي مصارف به یی هم پخپله  د دعوت د بنسټ ایښوونکي او مسؤل مدیر له اړخه ور کول کیدل. کم  مثال به تر سترګو شي چي د دعوت مینوالو به ورسره د دي  اقتصادي بار په پورته کولو کی لاس کړی وي ، خو د دعوت  مسؤل خپل ولس او دولس منوري طبقي  ته د خپلی سیاسي ټولی (دعوت)  ورلیږل دخپل ځان لپاره یو چلینج ګڼلی و په دي خاطر یی د خپلي هغه پانګی  څخه،  چي د خپلو مټو په زور  یی ګټله، ډیره برخه ددعوت په  چاپ او بیا د دي سیاسي  او ټولنیزی ټولي په پوستي  مصارفو  لږوله .

۲۹ کاله مخته  هیواد د یوي  توری تیاری سره مخ و، دهیواد په سیاسي او ټولنیزه فضا وحشت او دهشت حاکم و. په سلګونه زره انسانان د وخت د بیرحمه حاکمانو د تیریو له لاسه د خاورو  خوراک ګرزیدلي وو،  ولس مو په مختلفو ګاونډیو او اروپایی هیوادو کي د مهاجر په نامه  پاشل شوی و. میندی بوري شوي وی، ناوي کونډی شوي وي او کوچنیان یتیمان شوي وو او په پردیو هیوادو کی د اجنبي انسانانو لاسو ته ناست وو. او هر چا چي څنګه یی زړه غوښتل همغسي لوبی  یی پري کولي .

د هیواد دننه په مطبوعاتو سانسور و، ان تر دي چي د بهرنیو رادیوګانو خبرونه اوریدل هم  مرګوني جرم ګرزیدلي و. ولس د خپل هیواد په اړه د هیڅ نه خبر نه و، نه د انټرنیټ سهولت شتون درلود اونه  د سپوږمکیو استانیتاوي میسري وی ترڅو ولس تري د خپل هیواد دسیاسي او ټولنیزو حالاتو  په اړه کره معلومات تر لاسه کړي. په داسي کرغیړنو او د نانندریو نه ډکو حالاتو کي د دعوت میاشتنۍ د ولس د یو شمیر منورینو له پاره د رڼا او مشال حیثیت درلود. هغوي کولي شول  چي ددي لاري خپل نظریات د ولس د نورو پرګنیو سره شریک  کړي، او د دعوت مسؤل او بنسټ ایښوونکي هم د ټولو تهدیدونو او ګواښونو سره سره بیا هم په خپل هوډ او عزم  کلک ولاړ و، هغه خپله دغه میاشتنۍ د ټولو اقتصادي او ټولنیزو ستونزمنو شرایطو سره یو ځای فعاله و ساتله، ان تر دي چي په انټرنیټي دوران کی یی ددعوت ترنامه لاندي پاڼه هم پرانیسته  چی د هیواد د ملي ژبو (پښتو او دري) نه علاوه یی په انګلیسي او ناروژی ژبو هم خپروني پیل کړی. دعوت هم په انټرنیټي جال کي او هم په چاپي برخه  کي په دغه  ستره تاریخي اوږده  موده کي د هیواد د مطبوعاتو د یوه ځلانده ستوري په څیر وځلید، په خپرونو کي یی ورځ تر بلي دعلمیت او د انسانیت او حق په لور دبللو وړتیا نوره هم  زیاته شوه  او ډیر ژر یی د انټرنیټي خپرونو له لاري په نړیواله توګه د هیوادوالو تنده  ورماته کړه .

دعوت د خپل تأسیس نه  را وروسته په دي اوږده موده کي ډیر ستر او تاریخي ګامونه اخیستی، د هیواد د ملي ګټو او شتمنیو یی دفاع کړی، د وطن او هیواد پالنۍ روحیه یی غښتلی کړي، او ولس یی د پردیو او پردیپالو، د استعمار او استحمار، اشغال او نیواک  په مقابل کی د یوه واحد دریځ  په لور رابللی. تر هغي چي ما د دعوت خپرونی لوستي اویا مي یی انټر نیټي  لیکني تعقیب کړي په هیڅ  یوه کي یی هم  د هیواد سره د میني او د خپلو ملي ارزښتونو او مقدسي خاوري ددفاع نه اخوا د نورو قومونو تر منځ د تعصب نښي نه دي څرګندی شوي، بلکه په یوه  متحد  پلیټ فارم د ولس د راټولیدو دروند مسؤلیت یی  په غاړه اخیستي او تر اوسه پوري دغه دروند مسؤلیت په  غاړه لري.

زه د دعوت  بنسټ ایښوونکي مسؤل مدیر، محترم  محمد طارق بزګر ته د دغي ملي خپروني د ۲۹مي کلیزي په مناسبت د زړه له کومی مبارکی وایم او د الله تعالي نه ورته په دي اړه د لا زیات توفیق  غوښتونکي یم .

په درنښت

قریب الرحمن سعید  

 

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ګڼو ۲۳۴-۲۳۵ کې خپره شوې ده

Categories: دعوت خپرونه

Tags: