دعوت د ملي ګټو او بیان ازادۍ په تله کې!/ سرلوڅ مرادزی

سرلوڅ مرادزی

سویډن

د دعوت د ۲۹مې کلیزې په ویاړ

تر نورو خبرو مخکې اړینه بولم، د دعوت خپرونې ۲۹ کلیزه او په راوروسته کې د دعوت بریښناپاڼې ښېګڼیزه او بریالۍ چلونه قدروړ او منلي شخصیت محمد طارق بزګر، د هغه همکارانو، او بیا لیکوالو او لوستونکو ته چې د دعوت خپرونې او بریښاپاڼې سره همکاري لري او اړیکه ساتي، مبارکي او کور وداني ووایم.

له هېواده لیرې، د کډوالۍ په ناخواله چاپېریال او نیشت امکانانو، د خپرونې د وسایلو او تخنیک د تیارولو د هڅو او کړاوو سره سره؛ د بزګر صیب ۲۹ کلن قلمي او پوهنیز زیار چې مهالپیر يي تر ننه پورې د یوه نسل د عمر سره برابري کوي، نه یوازې د ستاینې او قدروړ دی بلکې د هېوادپالنې یوه داسې غوره بېلګه ده چې ځوان نسل يي باید هر پل پسې پل واخلي!

که څه هم ما مخکې د دعوت خپرونې ټولو ګڼو ته لاسرسی نه درلود او یوازې ځینې مې لوستې او بریښناپاڼې سره له پیله اړیکه پالم، خو سړی ویلای شی دواړه، د دعوت خپرونه او هم بریښناپاڼه د هېوادپالنې په ګاڼه سمبال او د ملي ګټو په بیان، ملاتړ او ساتنه کې په تول پوره دي.

د ډېرې خوښۍ ځای دی نن سبا په هېواد کې دننه او بهر د خپرونو او بریښناپاڼو پریماني او ارزاني ده، خو ملي ګټو او د بیان ازادۍ سره د بریښناپاڼو او خپرونو چلند یو راز نه دی. یو شمېر يی له خپرېدو څخه په نه خپرېدو هېواد ته ګټه رسوي او که د ژورنالیزم نور ارونه او ځانګړنې ورسره غوټه شي چې زما د څانګپوهې له انګړه بهر دي، خبره نوره هم درنه او پیچلې کوي.

ملي ارزښتونو او ګټو ته ژمنتیا او د هغو ساتنه او همداراز د بیان ازادي هغه دوه وزرونه دي چې که یوه خپرونه يي ولري، تر ډېره پرې چلېدای او ژوندۍ پاتې کېدای شي. هغه خپرونې چې له یادو ښېګڼو څخه یوه يي پېکه او یا دواړه يي پیکه او یا يي هیڅ ونه لري، څوک يي نه خوښوي او په لوستلو نه ارزي. همدا لامل دی چې ځینې خپرونې ژر مري او اوږد ژوند نه لري او ځینې نورې لکه دعوت بیا کلونه دوام کوي، نسلونو اړوي او نسلونه روزي.

زه د دې دعوه نه کوم چې د دعوت خپرونې به په یادو برخو کې کومه نیمګړتیا ونه لري، خو تر کومه چې زه يي ارزولای شم، په واړو ډګرونو کې په بریا پلونه اخلي او د لا بشپړتیا او پرمختیا پړاوونه وهي.

دعوت د افغان ټولو قلموالو او لیکوالو د لیکنو او لوستلو خوندیځ دی. دعوت د کیڼلارو، ښيلارو، منځلارو او ګڼلارو لیکنې په پراخه ټنډه خپروي او تر خپلې وسې پورې يي د بیان ازادي ژوندۍ ساتلې ده. تر اوسه زما هیڅ لیکنه چې ښای ځینو به يي د دعوت تګلار سره سمون هم نه وي لرلی، دعوت بې لاسوهني خپرې کړې.

همداراز زه لیکنې، خپلو بېلا بېلو لوستونکو ته د اسانه لاسرسۍ په موخه نورو بریښناپاڼو ته هم لیږم، خو د ځینو نورو ترڅنګ دعوت په ډېر ورین تندي دا لیکنې خپروي چې ترې منندوی یم.

یو وخت ما بلې بریښناپاڼې ته لیکنه لېږلې وه. په لیکنه کې مې د وفات شوي شخص د نوم سره د ارواښاد کلمه لیکلې وه، نوموړې بریښناپانې چې نوم اخیستل يي اړین نه بولم، د هغه ارواښاد له نوم څخه د خپل تنګلید په لامل، دا کلمه غورځولې وه او په وفات شوی شخص يي د ارواښاد تش یوه کلمه قدرې هم پیرزو نه ده!

په پای کې د ملي ګټو او ارزښتونو خبره یو ځل بیا دلته رااخلم. زه خو وایم خپرونه دې د ملي هویت ، خپل تاریخ او روایاتو په منځپانګه بډایه وي. که نور ورځچاري رنګارنګ مطالب خپریږي، خپاره دې شي، خو هغو کې دې هم د ملي ارزښتونو ونډه خوندي وي. د خپرونې په تګلار کې ملي ګټو ته ژمنتیا او په خپرونو کې د داسې ارزښتونو پرله پسې انځورول، خپرونې سره د لوستونکو او هېوادوالو د لوست مینه زیاتوي، هغوی د هېوادپالنې په روحیه روزل کیږي او په دې لامل د خپرونې ځلا او ښکلا لا زیاتوي.

د دعوت خپرونې چې په دې ګاڼه تر ډېره سمبالې دی، دې ټکي ته يي نوره پاملرنه هم رااړوم!

دعوت ته د خپرونو په هېوادپاله دنده کې لابریاوې غواړم!

د ۲۰۱۷ کال د نومبر دوهمه

 

سرلوڅ مرادزې

Categories: دعوت خپرونه