دعوت د انسانیت / بېکسیار

دعوت د انسانیت

بېکسیار

 ډنمارک

 

کابل د غونډو، منډو، مشاعرو، سمینارونو، مجلو، اخبارونو، مجالسو اومحافلو زانګو وه چې زه ترې رابېل شوم

د حمزه بابا دغه شعر چې وايي : یو شور یې د شهرت و چې شوم پېښ په پېښور
هغه وخت په رښتینې مانا کابل ته مخاطب کېدای شوای. ما تازه تازه شعر اومشاعرو ته مخه کړې وه، له کتاب او اخبار سره مې جوړه راغلې وه، ادبي بنډارونو او شب نشینیو داسې په غېږ کې اخیستی وم چې ستړیا او بې خوبي مې هډو پیژندله نه .
پېښور ته په راتلو مې دغه شور، هیجان او غوغا داسې خاموشه شول لکه په ډک محفل کې له ډېرې مستۍ د دوکړیمار دوکړه وچوي . اروايي حالت مې داسې وه لکه د مور د مرګ، شيدو وچېدو یا کومې ناروغۍ له وجې په درې میاشتنې ماشوم د مور شیدې بندې شي . په پاړسۍ کې دغه ماشوم ته شیر سوخته وايي .

هو البته یو څيز چې له کابله بیا تر پېښوره، او بیا د پېښور په هغه ټوله موده کې تر هر څه زیات و، هغه دعوتونه و
د کومې مېلمستیا، واده او کوژدې دعوتونه، نه، بلکې ګوندونو، سازمانونو، ایزمونو، له ګوندونو جلاشویو ډلو او له ډلو جلاشویو ټپلو ته . یو کس به چې یوازې یو دوه ورځې ځان در سره لږ خوږ را خوږ کړ او لږ په ادب او احترام به يې در سره ستړي مشي، خواره مشي وکړه نو دریمه ورځ به يې ضرور دیوې ډلې، ټپلې، نظريې او عقیدې دعوت در مخکې کاوه .
څو کاله وروسته ډنمارک ته په راتلو حالت نور هم ترینګلی شو، یانې له بده بد تر . په پېښور کې که له یوه همژبي او هموطن سره د بنډار او ناستې امکان و، یا د کوم اردو یا تنظیمي اخبار د کتو او یا په قصه خوانۍ کې د مرګ منظر، ادم خان درخانۍ، غم غلط، د بیلتانه ټپې او دې ته ورته کتابونو د لوستو امکان و، هم له منځه لاړ .
پدې هکله کابلیان یو عجیب مالګین طنزي ډیالوګ لري :
ـ ولوېدې ؟
ـ هو
ـ ژوبل شوې ؟
ـ نه .
اوس نو زه داسې لوېدلی وم چې د خوږو بیان يې نور هم په ناسور زخم د مالګې پاشل و او بس، نور نو کراره کراري وه هېڅ نه و، نه یو همژبی، نه یو کلیوال، نه یو دښوونځي یا پوهنځي ملګری، نه کتاب، نه مجله، نه اخبار، نه شعر، نه مشاعره، نه محفل، نه شب نشیني هېڅ هم نه، ابۍ مړه تبه شلېدلې .

د نهیلۍ، غم، درد او کرب په دغسې توپان او د مهاجرت د ژوند په سختو اروايي حالاتو کې، د اروپا په دائیم الدائیم تورو ورېځو، یخونو، بارانونو او ځول کې چې ښايي زما دغه شعر د هماغه وختونو انځور وي :
هسې یو دوه ګامه ژوندون لنډول

د اروپا زندګي څه زندګي ؟

څه ګورم چې یوه ورځ بیا یو [دعوت] را غی .

اول خو لکه هغه چې وايي، مار خوړلی له پړي وېرېږي، لږ غوندې ووېرېدم، ماوې که د پېښور او کابل دعوات دلته هم را پسې راغلل خو چې مې پرانیست او ومې لوست کیسه بل ډول وه .
دغه دعوت تر هغو نورو دعوتونو بېخي بل شان دعوت و، دغه دعوت له هغو نورو دعوتونو دومره ټوپیر درلود لکه بېخي له کومې بلې سیارې او د ځمکې له کومې بلې جلا کرې چې راغلی وي . دغه دعوت نه د کوم ایزم دعوت و، نه د کوم ګوند، نه د کومې ډلې او نه د کومې ټپلې .

دغه دعوت د افغانیت دعوت و، دغه دعوت د اسلامیت دعوت و، دغه دعوت د غیرت، ننګ، ناموس، حیا او د وطن د مور د پړوني دعوت و، دغه دعوت د هغو مهاجرو خویندو، میندو د لوپټې دعوت و چې :
چايې پلو لیدلی نه و
اوس د جمرود په غاښي ځي سر تور سرونه .
لدغه دعوت څخه یوه ترسکونه وطني وږمه راتله، چې پکې د مماڼو، ګور ګورو، ښېځو، توتو، غوزانو، سنځلو، ازقلاني خټکیو، بغلاني هندواڼو، قنداریو انارو، جوزجاني پستو او خوستیو جلغوزو رنګونه او خوندونه لکه د ګوتې غمی پکې را ټول شوي وو .

لدغه دعوت څخه د روس او روس پلوو خلاف د افغان فیلسوف ګل پاچا الفت دغه ناره بې لدې چې د هرې ګڼې پر تندي لیکلې وي لوستونکي ته تداعي کېدله :
یو پټ غلی احساس دی چې ارام مې نه پرېږدي
 په اور مې کړوي لکه چې خام مې نه پرېږدي

جرئت مې زیا توي دومره په ځان یمه پوه شوی

غافل له خپله حقه او غلام مې نه پرېږدي .

دغه دعوت د تېرو درې لسیزو په اوږدو کې مدام د پاکستانیزم، ایرانیزم، عربیزم، روسیزم او ډېرو نورو ایزمونو خلاف د رښتینو او په وطن میینو افغانانو د مبارزې تود سنګر و، دی او وي به ان شاالله .

د دغه دعوت په هکله یوه بله خبره هم د استاد الفت په وینا : وخت د اعتراف دی ګونا خپله درته وایمه !
پدا دومره کلونو کې مې یوه افغانۍ، یوه انه، یوه حبه د دعوت چلوونکو ته نده ور کړې، هسې که خپله کومه شعري ټولګه یا د هیلې مجلې کومه ګڼه مې ، هغه هم د چا پر لاس ور لېږلي وي والله اعلم ؟
خو ښاغلي بزګر د دعوت هره یوه ګڼه ، نه یوازې یوه ګڼه بلکې د یوې ګڼې څو څو کاپیانې هر هر ځل د دا دومره کلونو په اوږدو کې مخامخ د پوست له لارې ماته را استولې دي، او خدای خبر چې زما په شان به يې په لسکونو او سلګونو نورو ته هم استولې وي .زه له خپله اړخه او تولو هغو ملګرو په استازولۍ چې ماورته د دعوت ګڼې رسولي دي د دعوت کلیزې په ویاړ ښاغلي محمد طارق بزګر، ډاکتر محمد فرید بزګر، د بزګر ټولې کورنۍ او د افغاني رسنیو پراخې مجموعې ته مبارکي وایم، پاکه ربه د انسانیت دغه چغه همداسې رسا لرې او ازانګه يې د افغاني رسنیو په ټولي کې مه کموې. امین، ثم امین

بېکسیار

ډنمارک – ۲۰۱۷/۱۲/۱۲

 

دا لیکنه د دعوت په ۲۳۴-۲۳۵ فوق العاداه ګڼه کې خپره شوې ده

 

Categories: دعوت خپرونه