دعوت دې سل کلن شي / زاهد جلالي

د دعوت خپرونې له نامه سره له ماشومتوبه اشنا یم. هغه مهال زه د هجرت دیار د نوښار سیمه کې د جلوزو پر سړک په یوه کمپ کې اوسېدم. د هجرت او ستونزو هغه کونج و کنار ماحول کې بزګر صاحب تر کلیو او بانډو دعوت مجله رسوله.

بیا چې ځوان شوم، انټرنټ سره اشنا شوم، لیکنې و ژباړې مې پیل کړې، دعوت انټرنټي پاڼه یو له هغو ادرسونو څخه وه چې زما مقالې په کې د سترو لیکوالو ترڅنګ نشرېدې.

له دعوت سره زما اشنایي اوږده شوه او تر دې ځایه راورسېده او لا پر مخ درومي. دعوت رسنۍ کې ما ته دوه د پام وړ ټکي ښکاري. یوه دا چې له هماغه پیله په کې د پښتو او دري ژبو ښه انډول ساتل شوی و. د پښتنو خو ورته ډېره توجه وه، خو د دري ژبې د سترو لیکوالو لیکنې هم په کې خپرېدې. همدا د دعوت رسنۍ برکت و چې له اسحاق نګارګر، هاشمیان، ځیرکیار او نورو سترو لیکوالو او پوهانو سره یې آشنا کړم.

د دعوت پاڼې بله ځانګړنه د دې ازادي او خپلواکي ده. نن سبا خو د هرې رسنۍ پر تندي  د “ازاده او خپلواکه” شعار لیکل شوې. خو تقریبا هره رسنۍ د یوه جهت له لورې تمویلېږي او د نورو نظرونو خپرولو سره علاقه مندي نه لري. خو دعوت داسې نه ده. دعوت کې رښتینې ازادي شته. زه تل دوستانو ته وایم چې که غواړئ واقعا ازاد نظر د خلکو تر اذهانو ورسوئ، اصلي ځای یې دعوت دی.

د دعوت تر شا ایکي یوه سټه ده او هغه طارق بزګر صاحب دی. بزګر صاحب د نظر اختلاف زغمي او واقعا یو محترم او د پراخې سینې او خلاص لاس سړی دی.

زه هغه مهال چې اسلام اباد کې محصل وم او د افغان محصلینو د مجلې مسوول، بزګر صاحب راته څو وار په خپله ویلي چې د محصلینو د مجلې د دغې ګڼې مالي ملاتړ پر ما. دغه راز زما د یوه کتاب د چاپ لګښت یې په خپله غاړه اخیستی، تر څو د سید جمال الدین په اړه دغه لیکل شوی کتاب په ټیټه بیه د خلکو لاسونو ته ورسېږي او د هغه په اړه پوهاوی زیات شي.

بزګر صاحب فرهنګ دوسته سړی دی او د خپلو وطنوالو د علمي پرمختګ له پاره یې پراخ خدمتونه او ډېرې هلې ځلې کړي.

بزګر صاحب راباندې ګران دی.. له زړه یې احترام کوم او هیله لرم چې د نوښتونو دغه نړۍ کې د دعوت په څير نور نوښتونه هم وکړي.

Categories: دعوت خپرونه