دعوت خپرونې نهه ویشتمي کالیزې په ویاړ / سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 

 دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز او  د د عوت میډیا څلرویشت ویبپاڼې مسئوول مدیر یوه وړه ارزونه

ډله ییزې رسنۍ زموږ د ورځني ژوند د لارې مل ګرځیدلي دي. ډله ییزې رسنۍ زموږ په ورځني ژوند کې ستر واک ترلاسه کړي دی. موږ هره ورځ د راډیو، ټلویزیون، اخبار، ملفون، لیپ ټاپ او د انټرنیټ نړۍله لارې د رسنیو تر اغیزلاندې یو. ډله ییزه رسنۍ په ټولنه کې د مالوماتي او اطلاعاتي خبري سر چینې په څېر خپل رول لوبوي. رسنۍ د انسانانو په سیاسي اند جوړونه کې خورا مهم اغېزمن رول لري. سیاست پر رسنۍ او رسنۍ پر سیاست باندې نېغ په نېغه اغېز لري. سیاست او رسنۍ پر یو بل باندې په دوه اړخیزه توګه اتکأ لري.

ژورنالیست ته په هره ټولنه کې ستر واک او مسئوولیت ور په برخه کړل شوي دی. لیکوال او رسنوال د ولس غږ او سترګې دي. د خبریال یا ژورنالیست په اړه پوښتنه دا ده، چې خبریال د خپلي ژورنالستیکې دندې په تر سره کولو کې څه رنګه خپلي موخې تعقیبوي، څومره پاک انساني نیت او څه ډول ملي احساس لري.

په دې کې هیڅ شک وشوپیان نشته چې د دعوت خپلواکه رسنیزه مرکز د افغانستان څخه د باندې د ټولو ملي افغان کډوالو لیکوالو، قلموالو، رسنوالو، کولتوري ودي ټولنو او اکادېمیکو بنسټونو او همدارنګه د اکاډېمیکو روڼ اندو، سیاسي شنونکو، کارپوهانو او افغان لوړ پوړې دولتي چارواکو تر منځ د سیاست، اقتصاد، روغتیا، شعر و ادب، کولتور او ژبنۍ ډګر کې د کره مالوماتو، اطلاعاتو، د سیاسي فکرونو تر منځ اړیکې، د تاریخي پېښو، تجربو، د ازمیښتو اندونو راکړه ورکړه په برخه کې یو ستر پلټ فورم او یو ویاړمن مرکزي رول لوبوي.

د دعوت خپرونې محتویاتو او منځپانګې په ستره لمن کې تل د انسانیت، افغانیت، اسلامیت انساني کرامت، د افغانانو ملي دودونه، ارزښتونه، د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملې ګټو، د بیان ازادۍ او داسې نورو ټولمنلې کوډکسونو ته جدي پام کېږي. د دعوت هره ګڼه د افغانستان ملې ګټو په چوکاټ کې دې ټولمنلې ارزښتنو او نورمونو ته ځان مسئوول احساس کړي او یا ورسره مسوولانه چلند کړي دی. دعوت خپرونې د هر ډول کرکې، تعصب، تبعیض او پاروونکي لیکنو څخه ځان لرې ساتلي دی. د د عوت په اخبار کې هر افغان ته چې د ملي فکر خاوند وي، له کرکې، تبعیض او تعصب څخه پاک وي، د افغانستان ملي ګټو، ملي اسلامي ارزښتونو او ارمانو ته ژمن وي، نه یوازې ځاې شته دی، بلکې هغه ته پر لوړ کچ د لوستلو ډیر څه لري.

د عوت میډیا څلرویشت ویبپاڼه

اټکل له پېنځه سووکلونو راهیسې اخبار په نړۍ کې شتون لري، د وخت په تیریدو سره د اخبارونو په فورم، بڼه او شونتیاو کې په پر لپسې توګه بدلونونه راغلي دي.

د نړۍ ډله ییزو رسنیو نوې پرمختګونو ته په کتو سره داسې بریښې چې په نږدې راتلونکي کې به چاپي رسنۍ په ځانګړي توګه چاپي اخبارونه د خپل ژورنالیستکي کیفیت سره سره له منځه ولاړل شي. له بل پلوه د مولتې میډیا یا ډله ییزو رسنیو شونتیاوې چې د انټرنیت له لارې په بریښنایي ډېجیټل بڼه خپریږي، د ژورنالیزم کیفیت ته نوې چانسو

نه ور په برخه کړي.

تر اوسه په مالوماتې او اطلاعاتي رسنیو کې اخبارونه تر ټولو کره او د اعتبار وړ مالوماتوسر چینې ګڼلي کیږي.اخبارونه له ډیر پخواڅخه خلکو ته د لارښوونې او د اعتبار وړ خبرې سر چینې

 

ګڼلي شوي دي.

د یوه اخبار یا مهالنې ځانګړي راز په دې کې نغښتي دی، کله چې اخبار کوم مالومات یا ټولنیز ارزښتونه خلکو ته وړاندې کوي، لوستونکې هڅه کوي په دغه ټولنیزو ارزښتونو کې د خپلوي یو ګډ احساس ومومي. له دې سره د اخبار لوستونکی په راتلونکې کې د ټولنې د لوړې پرګڼې یا ممتاز قشر سره په فکري ډګر کې ځان ګډ محسوسوي.

د دعوت میډیا ویبپاڼه بېلابېل په زړه پورې سیاسي او ټولنیز علمي مالومات خپروي. دا ویبپاڼه اوس په سلګونو، زرګونو لوستونکي او کتونکي لري. افغانان هره ورځ په دې ویبپاڼه کې د سیاسي او ټولنیزو مسایلو تر څنګ خپل ملي او کولتوري ارزښتونه لټوي.

د دعوت مهالني سره زما پېژندګلوي

کله چې په ۱۹۸۸ کال کې د دعوت اخبار په خپرونو پيل وکړو. د هیواد په دننه او بهر کې د چاپيدونکو آزادو خپرونوکچه ځښته ډیره ټیټه وه. د دعوت اخبار د ناروې په هیوادکې خپرونې پيل کړي وې. زه هغمهال یو کال مخکې تر دې نیټې د خپل ګران هیواد له پلازمېنې کابل څخه پیښور ته او بیا المان ته تازه کډوال شوي وم، په لومړي ځل یو دوست زما ما ته د دعوت اخبار یوه ګڼه په پوسته کې راولیږله. په لیک کې داسي هم لیکلي و، کله چې تا دا اخبار ولوست بیا بیرته راولیږه او یا یو بل افغان ته يي د لوستلو لپاره ورکړه. د المان د کډوالۍ په لومړیو کلونو کې زما سره د اخبار د ګډون پیسې هم نه وې. اټکل درې یا څلور کاله ورسته مي د دعوت په اخبار کې ګډون وکړو او بیا مي خپله قلمي همکاري هم ورسره پيل کړه.

زما په اند، دعوت خپله منځپانګه، محتویات او کاري کیفیت زموږ ملي او اسلامي ارزښتونو سره سم سمبال کړي دي. دعوت هر افغان د افغانستان ملي ګټو، اسلامي، افغاني کولتوري، ملي ټرمینالوجیکي ارزښتونو، ملي او سیاسي سېمبولونو ته دعوتوي. د دعوت مهالنۍ علمي څېړنیزه لیکنې، تاریخي ادبې مضامین، د افغان لوړ پوړې سیاسي چارواکو اندونه، د مخورو افغان شخصیتونو، د نظر خاوندانو خبرې اترې، مرکې، د اقتصاد، روغتیا او چاپیریال په هکله هر اړخیزه مالومات، په ځانګړي ټوګه د افغانانو د لسیزو ناورینونو او خونړې جګړې د حللارې چارې لټوي. د لر او بر افغان ولس د یووالې څخه ملاتړ کوي. د افغاني ټولنې بقا او ارتقا په برخه کې مثبت رول لوبوي. نړیوالو منلي شوي معیارونه او ارزښتونه ته پام کوي. د دعوت اخبار افغان ځوانانو او مشرانو ته د هیواد پالنې او د هیوادنۍ مینې یوه بله ډیوه ګرځیدلې ده. دعوت ډیرې علمي، سیاسي، تحقیقاتي، څېړنیزه او تحلیلي لیکنې خپروي، د بیان او د آزاد فکر ژمندويي کوي، د افغانانو عامه پوهاوي، ملي روحیې او سیاسي وېښ شعور د پنځیولو او جګیولو هڅې کوي. په ټولیزه ټوګه دې ټکو ته په کتو سره د دعوت خپلواکه رسنیو مرکز د افغانستان په دننه او بهر کې افغانان ملي یووالي، تلپاتي سولې او ملي امن نظم ته را بولې. د دعوت مهالنۍ زما ځکه خوښیږي چې یوه بې پرې او ناپییلې خپرونه ده او د هیڅ یو سیاسي ګوند او هیڅ یوې ډلې تپلې ته پروپاګند او تبلیغات نه کوي. دعوت ملي ورورولۍ، سولې او ملي پخلاینه لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي.

ډیره د خوښې خبره ده، چې دعوت خپرونې خپل ۲۹ کلونه د افغان کډوالو په چوپړ کې تیر کړي دي. د دعوت خپرونې اروپا، امریکا، اسیا، افریقا او استرالیا پوري خپلو مینوالو ته رسیږي.

د دعوت مهالنۍ او د عوت میډیا ۲۴ ویبپاڼې مسوول مدیر کاري فعالیت ته له لرې یوه لنډه کتنه

بزګر صیب زموږ په شان کور، کار، خپل خپلوان، دوستان، میلمه پالنه، د خوښې او خپګان سره مل ژوند لري. بزګر صیب د خپل ورځني نورمال ژوند کارو بار ستونزو سربیره ښایې په اټکلي او اوسط ډول د دعوت اخبار د لیکلو، ډیزاینولو، چمتوکولو، چاپلو او د پوستي له لارې لیږلوته لږ تر لږه په ورځ کې د دریو نه تر څلور ساعتونو پورې کار کړي وي. که موږ دغه اټکلي څلور ساعت کار د ۲۹ کلونو په ورځو کې ضرب کړو. موږ ته پته لګیږي، چې بزګر صیب د دعوت اخبار چلولو ته د خپل خوږ ژوند څو زره ساعته وړیا کار کړي دی.

د دعوت اخبارکې مو دا هم لوستلي، چې بزګر صیب د افغانستان د سیاسي مسایلو د څېړلو، د افغان غمیزې او جګړې د حل لارې چارې لټولو په موخه ډیرو هیوادونو ته د سیاسي کارپوهانو سره د خبرواترو او مرکو لپاره په زرګونه کیلو متره لرې سفرونه کړی دي.

زما په اند، د دعوت په خپرونه باندې د نیوکو مستحق یواځې هغه څوک کیداې شی، چې دی د کډوالۍ په شرایطو کې د رسنوالۍ دنده لا نوره ښه او بهتره ترسره کولي شي. د دعوت مهالني ډیزاین او تخنیکي چارې همدرانګه د څرنګوالي په برخه کې ښایې د ځینو په سترګو کې کمزور تیاوې شتون ولري. دا باید په یاد ولرو،چې اوس د دعوت مسئوول مدیر نور یو بې تجربي او غیر مسلکي سړی نه ګڼل کیږي.

زه هیلمن یم، د دعوت معتبره رسنۍ خپل فعالیت په دوامداره توګه وساتي او په ټولو افغانانو په ټینګار سره غږ کوم، چې د دعوت خپرونه زما او ستا مادي او معنوي مرستو ته ځښته ډیره اړتیا لري.

د دعوت د معتبري مهالنۍ د فعالیت، پایښت او بڼې په اړه یو وړانډیز

د دعوت خپرونې مسئوولین که د وخت له غوښتنو سره سم لږ د نوې نړیوال ډیجیټل ډله ییزو رسنیو پرمختګونو او نوښتونو ته پام وکړي، ښه به دا وي چې د خپلي خپرونې بڼه یوې چاپي مجلې ته واړوي. دغه نوې میاشتنۍمجله باید په هره دوه یا دریو میاشتو کې په یوه ښکلي ډیزاین کې چاپ کړل شي. په دې نوې معتبره مجله کې سیاسي، فلسفي، اقتصادي، روغتیايي، چاپریال ساتني، ټولنیز ادبې، سپورتي او کولتوري مضامین د مسلکې کارپوهانو له خوا نوي په زړه پوري مالوماتې لیکنې څېړنې او ارزونې خپرې شي. د دعوت مجله باید ځان ته خپل لیکوال ومومي، څو د هرې مسلکې څانګې په اړه د خپلو مسلکې کارپوهانو څخه غوښتنه وکړي، د یوې ځانګړي موضوع په اړه نوې علمي لیکنې وکړي او د دې لیکنو امتیاز یواځې او یواځې د همدې مجلې سره محفوظ وساتل شي. مجله باید په ډیر ښکلي ډیزاین او رنګه انځورونو کې خپره شي. مجلې ته په پیل کې یوه ارزانه بیه وټاکل شي، دغه نوې مجله باید د افغانستان او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د افغانانو په کولتوري مرکزونو کې وپلورل شي. دا مجله باید د نړۍ معتبرو مجلو په شان لکه الماني مجله ډیر شپیګل، امریکايي مجله ټایمز او د جیوپولیټیک مجلې ته ورته وده وکړي.

د دعوت خپرونې نوویشتمي کالیزې په ویاړ

زه د یو لو ستونکي په ټوګه د دعوت ۲۹ کلن کولتوري هاندې هڅې، نوښتونه او بریاوې لوړې ارزوم او د زړه له کومي يې ستایم. حالاتو ته په کتو سره فعالیت ډیر مثبت او عالي ارزوم، د امتیاز څښتن او درنو چلوونکو ته د دې خپرونې د ۲۹  مي کالیزې د رارسیدو په ویاړ مبارکې وایم.

زما په اند د چاپي رسنیو څېړنیزخبریال بزګر صیب اوسپنیزه اراده او هڅې د ستایلو وړ ځکه دي، چې په کډوالۍکې یې دغه رسنیزه بنسټ په خپل وس او توان سره په سمه او بریالي توګه مدیریت کړي او تر ډیره بریده د ژورنالیزم اصول مراعت کړي دي.

ښاغلي بزګر ته د ویاړ او خوښې ځای دې چې دعوت مهالنۍ وکولای شول د ډیرو اقتصادي ستونزو او لږو مالي مرستو سره سره د افغانانو د ګډوالې په اوږده تاریخ کې د خپل بې پرېوالې تګلارې پر بنسټ د یو ملي تاریخي وياړمن اخبار نوم خپل کړي.

دعوت د خپلو قلمي همکاران پر مټ د افغانستان په دننه او بهرکې د اعتبار وړ یو پیاوړي آزاد ملي رسنیزه ځواک ګرځیدلي دی. د دعوت مخاطبین د هیواد ملي روڼ اندې یا د افغاني ټولنې لوړ پوړي پرګڼې دي.

دعوت لوی افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼي، ځکه یې د ملي افغانانو په منځ کې ښه نوم ګټلي دی.

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ګڼه ۲۳۴-۲۳۵ کې خپره شوې ده

Categories: دعوت خپرونه

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.