درې لسیزې جهاد مو مبارک شه / ډاکټر نبي مصداق

درې لسیزې جهاد مو مبارک شه

ډاکټر نبي مصداق – کابل

د دعوت جریده د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ م کال کې چې زه په لندن کې وم، راته را ورسېده. جریده څلور مخه وه او که هېر شوي مې نه وي، مضمونونه یې په تور قلم په لاس لیکل شوې وو. په هغه وخت کې د مجاهدینو له حال احوال نه بله مهمه جریده مجاهد ولس و چې د استقلال جریدې او د څو نورو تر څنګ به له پېښور څخه خپرېدې.
په لندن کې د ستمیانو ورځپاڼه (امید) تر هغه وخته او تر څو کالو وروسته پورې داسې نشریات درلودل چې نه ورته افغانستان، نه د افغانستان نوم او نه معاصر تاریخ کوم اهمیت درلود. د دوی همفکرانو به د اروپا او امریکا نه په (امید) کې په داسې وخت کې چې لا هم جنګ روان و، زهرجن تبلیغات روان کړي ول.

نو د دعوت جریده چې د ناروې د هاراید او وروسته له لیلیسټروم څخه خپرېده، ډېرو افغانانو ته دا توقع ور کړه چې په افغانستان کې د روان جنګ او داخلي پرديپالو په خلاف خپل مضمونونه ورولېږي. دعوت له کوچنيوالولي نه په بیړه ځوانۍ ته ورسېد او د دې پرديپالو په مقابل کې د پوهاند هاشمیان د آینې مجلې په شان چې له کلیفورنیا نه خپرېده یو کلک سپر و ګرځېده. محمد طارق بزګر چې د دې جریدې د امتیاز څښتن و او دی، له هغه معاش نه چې لاس ته یې راوړ، دعوت چاپاوه او د پُستې له لارې یې اسیا، استرالیا، افریقا، امریکا او اروپا ته استوله.
پُسته په اروپا کې ډېره لوړه بیه لري؛ نو ما به تل دا فکر کاوه چې دی به هرومرو د خپلې کورنۍ د آزوقې ډېره برخه د جریدې په نشرولو او پُستولو باندې مصرفوي.
د انټرنېټ او مجازي فضا په منځته راتلو سره، دعوت د لاسي لیک نه چاپي لیک ته ورسېده او د پُستې پر ځای د انټرنېټ له لارې لا هم زیاتو مینه والو ته په رسېدو شو.
څو کاله وړاندې محمد طارق بزګر پرېکړه وکړه چې یو انټرنېټي تلوېزیون منځ ته راولي؛ څو د نړۍ په ټولو برخو کې افغانانو ته د دعوت له جریدې نه لا ښه او پر وخت خبرونه او پروګرامونه ور ورسوي. د دې لپاره موږ ځینو افغانانو چې په اروپا، امریکا او نورو ځایونو کې وو، دعوت ته مو د خپلې وسې په اندازه مرسته ورواستوله چې دغه انټرنېټي ټلوېزیون ډېر ژر پیل شي. د دې لپاره پرېکړه داسې وه چې هر څوک به وکولای شي خپل تصویري پروګرامونه د انټرنېټ له لارې د دعوت مرکز ته را واستوي او هغه به یې له اېډېټ او سمون نه وروسته په انټرنېټي تلوېزیون کې داخل کړي.

زه له هغه نه وروسته په یو لړ سفرونو کې شوم چې په هاوايي، جاپان او قفقاز کې به مې درس ور کاوه، پوه نه شوم چې زموږ هغه پروژه کوم ځای ته ورسېده. په هر حال! دعوت چې له دوو پاڼو پیل شوی و، کله تر شپږو او کله تر اتو چاپي مخونو ته به، په کوچني اته سایز کې چاپېده او زموږ ټولو نوموتو لیکوالو او شاعرانو دا ځوانه جریده د کمیت او کیفیت له نظره د پوخوالي سن ته ورسوله. اوس چې زموږ لپاره په انټرنېټ کې یوه پېژندل شوې سرچینه ده، د مشهورو لیکوالانو او د افغانستان تاریخ او د کلتور نورو برخو ته پکې جلا جلا فایلونه پرانیستل شوي دي. دا فایلونه د هغو ځوانانو لپاره چې که د افغانستان په تاریخ، ادبیاتو، ژبپوهنه، تاریخ، سیاست او داسې نورو باندې د مضمونو او یا مونګرافونو د لیکلو غوښتنه کوي؛ نو مطالعه یې اړینه ده.

محمد طارق بزګر په تېرو نهه ویشت کالو کې په اقتصادي او شخصي هر ورځني کړاوونو تر څنګ، دا جریده د افغانستان د مطبوعاتو یوه مهمه برخه ګرځولې ده او زه باور لرم چې زموږ موجوده ځوانان او راتلونکي نسلونه به د څېړنو لپاره د دې ترڅنګ د پوهاند هاشمیان (آینه افغانستان) له مجله نه هم چې د شلو کالو په موده کې  په افغانستان کې د شوروي تېری او را پاتې کړاونو باندې مضمونونه لیکلي، د خپلو علمي لیکنو لپاره ورنه استفاده کوي؛ ځکه په امریکا او اروپا کې دا دوې سرچینې له روسانو سره په لس کلن جنګ او له هغه نه وروسته د مهاجرو افغانانو په سر درګومۍ کړاونو باندې له هر نظره څېړنې شوې دي.

زه د دعوت د ځوان د امتیاز څښتن بزګر صیب تر څنګ پوهاند هاشمیان ته هم د دوی د قلمي جهاد د دوام مبارکي ور کوم او دواړو ته ډاډ ورکوم چې د افغانستان د ادبیاتو په تاریخ کې یې ځان ته نه هېرېدونکي مقامونه ګټلي دي. خدای ج دې له دوی دواړو سره ښه وکړي او بزګر صیب ته دې الله ج توفیق ور کړي چې د دعوت ځینې تاریخي فایلونو مواد د کتاب په بڼه هم راته چاپ کړي. زه حاضر یم چې له کابل څخه د داسې مطبوعو په لټون کې شم چې زموږ د دې هیلې په تر سره کېدو کې را سره مرسته وکړي.

ومن الله توفیق

ډاکټر نبي مصداق

په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار

 

دا لیکنه د دعوت ۲۳۴-۲۳۵ ګنه کې خپره شوې ده

Categories: دعوت خپرونه