سزاوې به مو ليدلې وې، خو داسې نه

0 785

 تاسې به مجرمان هم ليدلي وي او د جرمونو سزاوې به مو هم ليدلې وي چې خلک يې ګالي، خو داسې جرم او داسې سزا به مو تر اوسه نه ليدلې او نه هم اورېدلې وي.
چينايي چارواکیو د دې هېواد له يوه تبعه څخه د سپرم کانال “هغه برخه چې د انسان سپرم جوړوي” پرې کړې ده.

د ساوت چاينا مارنینګ د راپور له مخې؛ دغه چينايي ته له دې امله دا سزا ورکول شوې ده چې د بچي زېږونې د دولتي قانون خلاف يې څلور بچي زېږولي.
چين خپلو هېوادوالو ته يوازې د دوو بچيو زېږولو اجازه ورکړې ده.

دغه ۴۲ کلن سړی دوه مېرمنې لري او له لومړۍ مېرمنې يې درې اولادونه دي.
چارواکیو دی خپل کلي ته د ورستنېدو پر مهال نيولی او جراحي عمليات يې ورته کړي دي.
دغه سړي ادعا کړې چې چارواکیو ترې د قانون ماتولو له کبله د ۲۹۰۰ ډالرو جریمې غوښتنه هم کړې، خو ده يې له ورکولو انکار کړی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.