شمالي کوريا څه ډول يو خطرناک او جالب هېواد دی!؟

نوراحمدعایل

0 104

• د شمالي کوريا په ټوله خاوره ددې هېواد د دولت له لوري برېښنا د شپې په ۱۱ بجې قطع کېږي ،د شپې لخوا يې هېواد ټول تياره وي ، ( د ځينو دولتي او نظامي ځايونو ماسوا) او سهار بيرته په ۶ بجې برېښنا راځي ؛ د سترو لاسپيکرونو له لارې چې هر ځای نصب شوي دي، خلک راپاڅول کېږي.
• دا هېواد چې خپلې پولې په ډېر دقيق ډول کنترول کوي، دولت یې په اساني سره څوک باندنی وګړی نه ورپرېږدي او نه هم په اسانه خپل وګړي ته اجازه ورکوي چې بهرني هېواد ته سفر وکړي.
• هغه کم کسان چې شمالي کوريا ورته د ورتګ اجازه ورکړې ده د خپل سفر د خاطرو په لړ کې وايي ، کله چې شمالي کوريا ته ورسېدې ، نو مجبور يې چې موبايل دې بند کړې ځکه چې نه پکې رومينګ شبکه کار کوي او نه هم ددې هېواد يوازينی دولتي مخابراتي شرکت بهر ته د زنګ وهلو اسانتيا لري.
• تاسې به هېڅوک هم په موبايل کې د خبرو کولو او يا هم انټرنيټ کارولو پر وخت ونه وينئ، ځکه په دې هېواد کې يوازې اويوازې لوړ رتبه دولتي چارواکي ، د هغوی کورنۍ او ماشومان، د دولتي ميډيا ژورناليستان او هېکران چې شمېر يې تر يوولس سوه زيات نه دی د انټرنيټ اسانتيا لري ، نور نه پکې انټرنيټ شته اونه هم څوک انټرنيټ پېژني. لپ ټاپ ، اې پېډ او سمارټ فون درلودل خو پکې بېخي لرې خبره ده.
• ددې هېواد هېڅ وګړی نشي کولای چې د خپل رهبر کېم جونګ اون، د هغه د پلار کېم جونګ اېل او د نېکه یې کېم جونګ سونګ نوم پرځان کېږدي.
• کله مو بخت کار وکړ او شمالي کوريا دولت خپل هېواد ته د ننوتلو اجازه درکړه، تاسې ته يو لارښود او يو موټر چلوونکی چې ددې هېواد د امنيت کسان دي، ځانګړی کېږي، او تر هغو به له تاسې سره وي چې بیرته یې په پوله نه وئ را اړولي. تاسې نه شئ کولای د لارښود له خبراوي ماسوا له هوټل څخه راووځئ. تاسې هره ورځ يوازې دوه تر دريو د سيل ځايونه ليدلی شئ ، چې په زياتره ځايونو کې یې عکس اخيستل ممنوع دي.
• په هوټل کې (چې د بهرنيانو لپاره وي)يوازې بي بي سي، د چين څو تلويزيوني شبکې او د روسيې (اين ټي وي) کتلی شئ.
• د عام ولس لپاره یې په ډېر کمه اندازه د موټرو او موټر سايکلو لپاره ډيزل او پترول پيدا کېږي، نو ځکه پکې ډېر کارونه له انساني ځواک څخه په کار اخيستلو تر سره کېږي.
• د شمالي کوريا په ساحلونو باندې برېښنا لرونکی اغزن سیم راګرځول شوی دی چې پر امنيت سربېره یې وګړي د لامبو وهلو جرائت ونه کړي او تاسې د داسې ځايونو څخه د عکس اخيستلو اجازه هم نه لرئ.
• د نفوس ۱۰ سلنه خلک یې په پوځ کې خدمت کوي هر يو اوسېدونکی یې د عادت له مخې ځان د جنرال په لقب سره یادوي دا ځکه چې کله ،کله پکې عسکري اجباري خدمت تر ۱۰ کلونو هم اوړي.
• له سويلي کوريا سره په پوله یې د پُل پر سر د دښمن د حملې او يرغل لپاره داسې سترې ،سترې ډبرې تيارې اماده ايښي دي چې لارې ته په راغورځولو سره به د دښمن د ټانکونو مخه پرې ونيسي.
• د شمالي کوريا هر وګړی مجبور دی د هېواد د اوسني رهبر کېم جونګ اون د نېکه (کيم جونګ سونګ) نښه پر خپله سينه ښکاره وټومبي، او سرغړونه ترې قانوني جرم دی، يوازې کوچني ماشومان او هغه خدمتګاران چې په خپلو اصلي جامو نورې جامې اغوندي ترې مستثنی دی. خو بهرنی وګړی نشي کولای دا نښان وپېري.
• تاسې نشئ کولای په شمالي کوريا کې ازادنه وګرځئ، هر ځای چيک پوسټونه، پراته دي، ستاسې د موټر پر سر به ځانګړې نښه وي چې ددې ښکارندوي کوي چې تاسې بهرنیان يئ.
• په ښارونو او سړکونو يې چې ډېر پاک او سوتره ساتل کېږي کم خلک او موټر ليدل کېږي، خلک يې پياده ،او په بايسکلونو ګرځي، ځينې ځينې وخت له ملي بسونو څخه هم کار اخلي.
• پر لارو باندې ټرافيکي برېښنايي نښې نه لري ، کار ټول د ټرافيک پر غاړه دی.
• د شمالي کوريا زياتره خلک په لاره د تګ پر مهال لاسونه شاته قات کوي؛ ډېر کم خلک یې روښانه رنګ لرونکي جامې اغوندي.
• ټول باندني وګړي د نندارې او سيل لپاره د دوی اصلي پارک ته بيول کېږي، چې خپل خلک یې هلته د ورتللو اجازه نه لري.
• د شمالي کوريا هر وګړی چې په کوم ولايت کې اوسي د ژوند تر پايه باید هلته ګوزاره وکړي، د خپل اوسېدنې له سيمې څخه بلې سيمې ته د تګ حق نه لري خو که یې په خپل هېواد کې بلې سيمې ته د تګ لپاره زړه وشو، بايد حکومتي اجازه ولري ، له هغه ماسوا قانوني مجازات کېږي.
• د شمالي کوريا اوسېدونکي اړ دي چې هر سهار د ورځني کار له پيل مخکې ددې هېواد د ستر لارښود کيم جونګ سونګ اود هغه د زوی کيم جونګ اېل مجسمو ته د درناوي مراتب وړاندې او خپل سرونه ټيټ کړي. او دوی بايد هر سهار په خپلو رسمي جامو کې له کوره راووځي ، په خپلو سينو بايد د پورته دواړو يادو شويو رهبرانو ډيزاين شوي نښې چپ طرف ته د زړه په خوا کې راځوړندې کړي.خو يوازې دا هم نه ده، کار ته بايد له ټاکلي وخت لس دقيقې مخکې ورسېږئ، او په هغه سرلين کې برخه واخلئ ،چې ۵ دقيقې پکې جذباتي ويناوې اورول کېږي، له وينا اورېدو وروسته بايد ۵ دقيقې د شمالي کوريا د دښمنانو پر ضد شعار ورکړئ. له هغه بعد مو ورځنی کار پیل کولای شئ.
• د شمالي کوريا په پلازمېنه پيونګ يانګ کې هر دوه ساعته وروسته د سترو سترو لاسپيکرونو په واسطه چې ډېر قوي او هر ځای ځای پر ځای شوي دي، د نظامي مارش چيغې (ارام سئ !او تيارسئ!) اورېدل کېږي، تر څو د هېواد د پوځي جنرالانو د ځواک او دبدبې زور په خلکو کې تل پاتې وي.
• هېڅ کورنۍ پکې د خوب ليدلو حق نه لري، د مثال په ډول که چېرته يو مور او پلار د شپې لخوا کوم خوب وويني او سهار یې يو بل ته ووايي، د دوی زوی يا لور اړه ده چې د مور او پلار په ليدلي خوب سربېره خپل خوب هم هغه کس ته ووايې چې د دوی په ښوونځي کې د امنيت لخوا ګومارل شوی دی.
• په شمالي کوريا کې هېڅ خصوصي رسنۍ نشته، ټولې رسنۍ د دولت تر کنترول لاندې دي، دولتي رسنۍ خپل خبرونه د اطلاعاتو او امنيت له وزارت څخه تر لاسه کوي او هماغسې يې کټ مټ خپروي. ددې هېواد په اړه هېڅ سياسي، ټولنيز، فرهنګي او اقتصادي ناخوښه خبر خپرولو ته اجازه نشته. خبريال او عکاس ته په ندرت اجازه ورکول کېږي چې دې هېواد ته سفر وکړي.
• سره له دې چې د شمالي کوريا ولس په ډېر غربت او فقر کې ژوند کوي او هر کال يې ډېر خلک د لوږې له امله مري خو دولت یې د خپلو خلکو لپاره هېڅ باندنۍ مرسته نه اخلي ،ځکه دولت داسې انګېري چې باندنۍ مرستې به د خلکو د فکر طرز بدل او فرهنګي چټلي به چې د همدې مرستو پايله ده .هېواد ته را داخله شي.
• د شمالي کوريا ټول اوسېدونکي د دولت تر سخت څار لاندې دي ؛ که يو څوک له شمالي کوريا څخه د تېښتې يا وتلو هڅه وکړي، د هېواد د دښمن په تور نيول کېږي او سزا یې مرګ ده. حتی تر دې چې نشې کولای له کوريا د باندې تليفوني اړيکه ونيسې ( دا اړيکې په هغو تليفونونو خلک پټې نيسي چې له چين څخه پټ ور وړل شوي دي) د مثال په ډول د تېر کال په مارچ کې د شمالي کوريا له يوه اوسېدونکي سره ،چې ددې هېواد په يوه نظامي شرکت کې یې کار کاوه، خپل ملګري چې په ۲۰۰۱ زېږدي کال کې له شمالي کوريا سويلي کوريا ته تښتېدلی و، په تليفون خبرې کړې وې، په تليفون يوازې د وريجو د بيې او په شمالي کوريا کې د ژوند په اړه غږېدلی وو ، خو چې دولت پرې خبر شو، د قانون څخه په سرغړونه يې تورن کړ او په اعدام یې محکوم کړ.
• د واده کولو په پروسه کې د هلک او جينکۍ تر منځ د دوی د مور و پلار رضايت کوم نقش نه لري، يوازې ددې هېواد د استخباراتو او اطلاعاتو وزارت به د واده امر صادروي، هلک او جينکۍ دواړه به له واده مخکې خپل ټول پټ او ښکاره جريان د اطلاعاتو او امنيت وزارت اړوندې ادارې ته روښانه کوي او بيا به دوی دواړو د کورنيو په اړه له پلټنې وروسته د امنيت ځانګړو پوښتنو ته ځوابونه وايي، امنيت پرې د نه مشکوک کېدا په صورت کې د واده اجازه ورکوي.
• د ښار په بېلابېلو برخ کې پوسټرونه لګېدلي دي چې ټول اوسېدونکي وفاداري اود ټولې نړۍ پرېښودلو ته تشويق کوي.
• ډېری ليکوال او شاعران پکې خپل اثار هغو جنرالانو ته منسوبوي چې د شمالي کوريا لپاره یې خدمت کړی وي، زياتره شاعران یې (مدحيه او فخريه) شعرونه وايي او نور کتابونه یې هم يوازې د خپل هېواد د دولت له ستاينې او دبدبې بيانولو څخه ډک دي.
• د شمالي کوريا وګړي چې شرمندوکي او کم حرفه خلک دي؛ د نورې نړۍ له کړو وړو او رفتار څخه ناخبره دي، دوی ډېرې خبرې نه کوي او نه پوهېږي چې ولې د نورې نړۍ خلک ډېرې خبرې او سوال و ځواب کوي دوي يوازې په هغه څه پوهېږي چې د دوی د اوسېدو د ځای په شاوخوا کې پېښېږي .
• ماشومانو ته یې له کوچنيوالي څخه د نظام لپاره د وفاداري او ايډيولوژيکې روزنې لړۍ پيل کېږي، دوی بايد په ښوونځي کې خپل ځان ته څوکۍ او خپلې مخې ته مېز په خپلو پيسو واخلي. دوی ته ويل کېږي چې دوستان دوستان وګڼي ، رهبر ته وفادار پاتې شي او خپلو اطرافيانو ته درناوی پرځای کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.