۹۹ کلنه شاګرده ښوونځي ته روانه شوه

0 37

یوې ۹۹ کلنې ارجنټایني په انټرنېټ کې د ټولو خلکو زړه یوړ، هغې دا خبره ثابته کړه چې د زده‌کړې او لوست لپاره هيڅکله ناوخته نه ‌دی.
هغه وايي، انسان په هر عمر کې زده‌کړه او لوست کولای شي. هغې په ۹۹ کلنۍ کې یو ځل بیا په ښوونځي کې داخله واخيسته.
د یوسییالونور کورډل په نوم ارجنټایني د خپلې مور تر مرګ وروسته له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې وه او په ځواني کې يې ښوونځی پرې ایښی و، خو اوس يې لسیزې وروسته یو ځل بیا د ارجنټاین لاپرېډا کې لومړنۍ زده‌کړې بیا پیل کړې.
د رسنیو د مالوماتو له مخې، هغې تر دې دمه په ښوونځي کې غیر حاضري هم نه‌ ده کړې او زیاتوي، لیکل او لوستل يې ټول هېر شوي دي، خو اوس تمه لري چې کمپیوټر هم زده‌ کړي.
 سرخط

Comments
Loading...