یوګنډا ټولنیزې رسنۍ له چټیاتو پاکې کړې

د یوګنډا حکومت پر فېسبوک او وټس اپ د بې‌ځایه بحثونو د مخنیوي لپاره فرمان جاري کړی دی.
د یوګنډا حکومت ویلي، له دې فرمان وروسته هیڅوک نه شي کولای چې په ټولنیزو رسنیو بې‌ځایه بحث وکړي او یا هم یوه او بل ته سپکې سپورې ووايي.

دا امر پر وایبر، ټویټر او یو شمېر نورو هم عملي کېږي.
د یوګنډا حکومت ویلي، دا کار ځکه کوي چې نه غواړي ټولنیز وضعیت ته صدمه ورسېږي او یا هم د سمون پر ځای وضعیت خراب شي.

اوس که چا هلته غلط پوسټ وکړ، يا يې پر فېسبوک چا ته تر ګل ترخه وکړه، مخامخ به زندان ته ځي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل