که مو د چونګښې داسې سترګې وليدې، لېرې ځنې تښتئ

تاسې به فکر کوئ چې چونګښې بې ازاره مخلوق دی، چا ته يې تاوان نه رسېږي، خو پام مو اوسه چې د سويوبا په نامه يو ډول چونګښې ډېرې خطرناکې دي.
دغه چونګښې سرې او خرمايي رنګونه لري او کله چې څوک ورنږدې شي، پر بدن يې دوه مصنوعي اضافه سترګې جوړېږي.

دا سترګې نه دي، بلکې د زهرو تڼاکې دي او څوک ورباندې د چونګښې د سترګو فکر کوي.
سويوبا چونګښو ته چې څوک ورنږدې شي او دا په دې باور شي چې خطر ورته حتمي دی، نو همدا ټناکې ورباندې ورچوي او زهر پاشي.

د دوی يو ځل زهر پاشل دومره خطرناک دي چې کولای شي، يو سل او پنځوس موږکان ووژني.
دا په دې مانا چې د موږکانو د زهرو يو سل او پنځوس برابره قوي زهر پاشي.

که څه هم په نړۍ کې د چونګښو نسل ورځ تر بلې کمېږي، خو سويوبا چونګې په يوه وار درې زره او اته سوه هګۍ اچوي او په دې توګه يې خپل نسل ساتلی دی.
دوی زيات وخت د اکټوبر او جنوري تر منځ بچي زېږوي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.